کور / راپور / هرات : په لومړي ځل دغزل رنګینه شپه رڼا شوه!

هرات : په لومړي ځل دغزل رنګینه شپه رڼا شوه!


د۱۳۹۱کال د چنګاښ  ۸/۹ او د جمعې مبارکي شپه  په لومړي ځل هراتي فرهنګیآنو په ښکلوشعرونو او رنګینوغزلو سبا کړل.
غونډه یا مشاعره د سپیني ادې د ادبي او کلتوري ټولني له لوري ترتیب شوې او په دوو برخو وېشل شوې  وه، د غونډي په لومړۍ برخه کي  د هرات په ولایت کي  پښتو ادب ته په دې وروستیو کي د شوي کار جاج واخیستل شواو په ترڅ کي یې پر ځینو نیمګړتیاوو نیوکي او د نه تکرار غوښتني وشوې  همدا راز په دې ورستیو کي په هرات ولایت کي په انقلابي ډول پښتو ادب ته شوی کار او پر مختګ وستایل شو چي په سر کي يې د دودیزو مشاعرو جوړول، دغونډو نیول،د مجلو او کتابونو چاپول او دکتابتونونو جوړول راځي. دغونډي په پای کي له هند څخه راغلي لیکوال  اوفرهنګپال ایمل دراني  د ځوان لیکوال تېمور شاه یوسفزي ستاینه وکړل چي سږ کال یې اووه (۷) ټوکه کتابونه لیکلي او ژباړلي  دي، چي دهمدغو کتابونو په کتار کي یو هم فارسي –پښتو قاموس دی چي د څه کم ۹۵۰ مخونو په درلودولو سره څه وخت وړاندي دانش خپرندویه ټولني  چاپ او خپور کړ .
د غونډي دوهمه برخه مشاعره یا دغزل رنګینه شپه  وه چي شاعرانو پکښي خپل شعرونه په څو-څوځلي تکرار سره وویل.  غونډي ته راغلي شاعران او لیکوالان وه لکه هر یو((میرویس ملګری، محمود سعید، ایمل درانی، محی الدین نوري، نعمت الله اسحاقزی، شراف الدین امرخېل، شرف الدین ستانګزی، ډاکټر حمید الله نیازی، تېمور شا یوسفزی، عبدالرازق فرقاني، اجمل ستایلی ، نعمت الله پټانزی،.محمد امان حقمل، اقبال الدین ستانګزی، واثیق سنګریار او محمد نعیم افغان.
هرات دافغانستان دهغو ولایتونو څخه یو دی چي په دې ورستیو کي  پښتو ادبي او کلتوري چاري پکښي ورو- ورو راټوکېدلي دي  او ددې هڅو په ترڅ کي  دا لومړی ځل وو چي دهرات ولایت ځيني شاعران او فرهنګیآن پر یوه ټغر راټولیږي او تر سادکه سهاره خپل شعرونه په ډېره مینه له یو-بل سره شریکوي . د مشاعرې په پای کي ټولو ګډونوالو په یوه خوله غوښتنه وکړه چي دا ډول مشاعرې یا د غزل شپه دې په راتلونکي کي هم تر سره شي چي په دې سره به یو دشاعرانو د شعرونو تقویه او بل د شعرانو تر منځ د اړیکو ځنځیر ټینک شي .