کور / تازه خبرونه / خوست:دوه ښوونځي پرانيستل شوي.

خوست:دوه ښوونځي پرانيستل شوي.

د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ په صحرانومي سيمه كې د نجونو او هلكانولپاره دوو ښوونځيوته نوې ودانۍ جوړې اود يو لړمراسموپرمهال يې پرانستنه وشوه.
په نوموړويو دوو ودانيوباندې د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا څه دپاسه اووه ملينونه افغانۍ لګول شوي دي.
د خوست ښار جنوب ته د تڼيو ولسوالۍاړوند د ګربزو صحرا په نوم سيمه كې دوو لومړينو ښوونځيو ته چې يو يې د نجونو اوبل يې د هلكانو دى، نوې او عصري جوړې شوې ودانۍ پرانستل شوې.
په همدې اړه په ياده سيمه كې د جوړې غونډې پرمهال د خوست د پوهنې ريس سيد عزيزاحمدهاشمي وويل دغه دواړه ودانۍ چې هره يوه يې اته دري خوني لري، په درې جريبه ځمكه كې د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا د اوه مليونه اوپنځوس زره افغانيو په لګښـت جوړې شوې دي.
نوموړي وويل چې لدې وړاندې د دې ښوونځيو دوه سوه نجونو او اته سوه هلكانو زده كوونكو سره لمر ته په ازاده هوا كې زده كړې كولې.
د تڼيو ولسوال بديع الزمان صبري د خوست ولايتي بيا رغونې ډلې څخه د مننې ترڅنګ له ځايي خلكو وغوښتل چې د امنيت په ښه والي او په ځانګړي ډول د ښوونځيو په ساتنه كې له دولت سره همكاري وكړي.