کور / تازه خبرونه / دري بيلابيلي پيښي.

دري بيلابيلي پيښي.

د خوست او پكتيا په ولايتونوكې د دوو شخصي شخړو پرمهال دوه تنه وژل شوى اولس نور ټپيان شوي دي.
خوست ښار ته په ورڅېرمه د پنزايې په سيمه كې د دوو كورنيو ترمنڅ د يوې وسله والې شخړې په پايله كې د دواړو كورنيو څخه يوتن وژل او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
همداشان د پكتيا ولايت د وزې ځدراڼو په ولسوالۍكې د دوو كورنيوترمنځ د غره پر سر وسله واله جګړه شوې چې له امله يې يوتن وژل شوى او يوبل ټپي شوى دى.
بل لور ته ولسوال دولت خان وايي چې پوليسو يې د ډډوالو په سيمه كې خوست ښار ته په ورغځيدلي لار دوه داسې وسله وال كسان نيولي چې په لاره د تلونكو موټرو پرتلاشۍ سربېره يې خلك زورول.