کور / سپورټي / فټبال: د اروپا اتلولي هسپانيې وګټله

فټبال: د اروپا اتلولي هسپانيې وګټله

د اروپايي هيوادونو د فټبال اتلولي د دريم ځل دپاره د هسپانيې هيواد لاسته ورغله.
هسپانيې اول وار په ١٩٦٢ کال، دوهم وار په ٢٠٠٨ او دا دئ په ٢٠١٢ کال کي د اروپا اتلولي ترلاسه کړه.
دغه لوبي چي د ١٦ اروپايي هيوادونو ترمنځ کېدې، د جون پر اتمه په اوکراين او پولنډ کي پيل سوي وې، چي برايي يې وروستۍ لوبه د اېټاليا او هسپانيې ترمنځ وسوه.
هسپانيې د لوبي پر ١٥ مه دقيقه د ډيويډ سلوا په ذريعه لومړى ګول وواهه، چي په همدې لومړۍ نيمايي کي يې ٤١ مه دقيقه يو بل ګول هم تر سره کړ. تر تفريح وروسته هسپانيې په ٨٤ او ٨٨ يمو دقيقو کي دوه نور ګولونه هم ووهل، چي څلور پر صفر يې اېټاليا ته ماته ورکړه.
اېټاليا خپله تېره لوبه له جرمني څخه دوه پر يو ګټلې وه، خو هسپانيې بيا پرتګال ته په پاينلټيو کي ماته ورکړې وه.
هسپانيه لومړنى هيواد دئ چي پر يوه وخت د اروپا او نړۍ د فټبال اتلولي لري. دې هيواد په ٢٠١٠ کال کي د فټبال نړۍ واله اتلولي هم خپله کړې ده.