د استاد نهضت مل د شهادت په باب د کندهار والي د خواشينۍ پيغام

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 2nd, 2012


نېټه١٣٩٠، ٠٤، ١٢
کندهار افغانستان- په ډېر غم او خفګان سره مو خبر تر لاسه کړى چي د کندهار او سيمي وتلى او منل سوى ښوونکى، شاعر او ليکوال عبدالاحد نهضتمل په يوه بله دل خراشه پېښه کي خپل ژوند له لاسه ورکړى ((انا لله و اِنا اِليه راجِعْون)).
شهيد نهضتمل کلونه کلونه د کندهار او سيمي زرګونه ماشومان د علم او پوهي په ګاڼه سنبال کړي دي او ددې سيمي د خلکو لپاره يې د خورا زيات اهميت او قدردانۍ ډک خدمتونه کړي دي.
ښاغلى نهضت مل تېره ورځ د پلازميني کابل څخه کندهار ولايت ته پر لاره و چي د غزني ولايت په مربوطاتو کي يې د سپرلۍ پر موټر د سړک غاړه کي ځاى پر ځاى سوى ماين وچاودېد او له يو شمېر نورو هيواد والو سره يو ځاى يې خپل ژوند له لاسه ورکړى.
د شهيد نهضتمل شهادت د کندهار لپاره يوه لويه ضايعه ده او پر دې به کلونه اوړي چي کندهار يو ځل بيا د هغه په شان مسلکي، په کار پوه، وطن دوست او معارف دوسته شخص بيا په دې ولايت کي پيدا سي.
نوموړى نه يوازي داچي د زدکوونکو او نوي نسل په روزنه کي يې خورا زحمتونه ګاللي ول او د پوهني رڼا يې بله ساتلې وه بلکه د پښتو ژبي، ادب او فرهنګ د غنۍ او بډايني لپاره يې هم زياتي خولي تويي کړي وې.
کندهار ولايت مقام په پېښه سخت خواشينى دى، شهيد ته د فردوس جنت، د پيښي نورو زخميانو ته د عاجلي شفا او کورنۍ او دوستانو ته د جميل صبر غوښتنه کوي.
د افغانستان د خلکو او سولي دښمنانو په پرونۍ حملې سره يو ځل بيا دا وښودل چي حتى پر هغو کسانو چي د علم او پوهي د شتمنۍ لپاره کار کوي رحم نه لري او آن بې وسلې ښځي ، ماشومان او د لويو لارو مسافر هم د خپلو شومو موخو لپاره د خپلو بريدونو ښکار ګرځوي.

Copyright Larawbar 2007-2024