کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان او اسټراليا لوبه سره کوي

کرکيټ: افغانستان او اسټراليا لوبه سره کوي

د اسټراليا د کرکيټ بورډ اعلان وکئ چي را روانه مياشت به د دوى ملي لوبډله د افغانستان له ملي ټيم سره په دوبۍ کي يوه پنځوس اووريزه لوبه ترسره کړي.
اسټراليا وايي دغه لوبه له پاکستان سره د شل اووريز سيريز تر پيل دمخه کوي.
د اسټراليا د کرکيټ بورډ مشر ويلي هيواد يې ژمن دئ چي د افغان کرکيټ په پرمختګ کي ونډه واخلي، د دې لوبي اصلي نېټه لا تر اوسه نه ده په ډاګه سوې.
افغانستان که څه هم ډېر دمخه د نړۍ د اولي درجې لوبډلو سره د لوبي امتياز ترلاسه کړى دئ، خو له اسټراليا سره لوبه يې په خپل ذات کي دوهمه ده. افغانستان تر دې دمخه په فبروري کي له پاکستان سره يوه ورځنۍ لوبه کړې وه.
افغانستان تر اوسه پنځوس اوريز نړۍ وال کپ ته لاره نه ده پيدا کړې، خو د نړۍ وال کپ د ګډونوالو لوبډلو لکه کينيا، کاناډا او ايرلنډ څخه يې ډيري لوبي ګټلي دي.