يانکوبيش:م.م.تر ۲۰۱۴ وروسته هم افغان مرستي غځوي

د لراوبر اداره | جولای 2nd, 2012


یان کوبیش: ملګرې ملتونه به د ۲۰۱۴م کال وروسته هم خپلو مرستو ته په بیلابیلوبرخوکې له افغانستان سره ادامه ورکړئ.

د ملګروملتونوځانګړې استازې یان کوبیش کندوز ولایت ته د سفرپرمهال خبری ناستې ته د وینا پرمهال وویل ملګرې ملتونه د نړۍ په ډیروهیوادونوکې د مرستې اوهمکارې مخیینه لری نوددی کبله به د۲۰۱۴م کال وروسته هم دافغان امنیتې ځواکونود روزنې اوښې حکومتوالۍ په برخه کې له افغانستان سره خپلومرستوته ژمن پاتې وی.

د ملګروملتونودغه لوړرتبه ماموردهیواد شمال خیتز ولایت کندوزته په داسې حال کې سفرکوي چې څومیاشتې وړاندی دیولاریون په ترڅ کې ددغه سازمان سیاسې چارود فتریونماد قهریدلولاریون کوونکیولخوا تربریدوروسته دیوڅه مودی لپاره وتړل اوخپل ټول بهرنې کارکوونکې يي وویستل لاریون دباګرام په امریکايي پوځې هډه کې قرانکریم دڅونسخو دسوزیدو وروسته ترسره شو.

یان کوبیش چې په کندوزکې ددغه ولایت والې سره په ګډه خبرې ناسته کې رسنیوسره خبرې کولې زیاته کړه یاد ولایت ته د نوموړی د سفرموخه دیونما دفتردتړلو وروسته د فعالیتونوڅرنګوالې ارزونه اواوسنې جاج اخیستل دی همدغه راز هغه وویل د ملګروملتونوسازمان فعالیتونه نظامې نه بلکې یاد بنسټ به د اوږد مهال لپاره د افغانستان دپرمختګ لپاره خپلومرستوته دوام ورکړئ.
هغه د خپلوخبروپه ترڅ کې وویل( مونږبه په افغانستان کې په خپل ځواکمن شتون متحدپاتې شوکه د ۲۰۱۴ م کال وروسته زمونږد دفترونوشمیرکمیږی نوداپه دی مانا ندی چې مونږافغانستان خلک هیروکړو مونږبه دافغانستان پرمختګ، ترقې،بشری حقونو درناوی ،ټولنیزعدالت اوښې حکومتوالۍ لپاره هلې ځلې ونه سپموو)
کوبیش وویلې دپخواپه پرتله اوسمهال افغان امنیتې ځواکونه ځواکمن شوی دشیکاګوپه کنفرانس کې نړیوالوهرکال دافغان امنیتې ځواکونولپاره د څلورعشاریه یوملیارد ډالرومرستې هوکړه وکړه.
سربیره پردی هغه وویل زمونږ ملاتړمانا د افغان امنیتې ځواکونو څخه داده چې مرسته کوونکې هیوادونه وهڅووترڅویادو ځواکونوځنې پوره ملاتړ وکړئ .
په همدې ترڅ کې د کندوز والی محمدانورجګدلک دملګروملتونوځانګړې استازې ته دیونما دفتردبیاپرانستل کیدوپه اړوند پوره ډاډ ورکړاو زیاته ېې کړه اوسمهال کندوز امنیتې حالت ترپخوا ډیرښه دی هربنسټ کولای شي خپل فعالیت ته دخلکودبهبودلپاره ادامه ورکړئ.
کوبیش دلومړې ځل لپاره کندوز وروسته له هغې سفروکړچې څومیاشتې وړاندی قهرجنومظاهره چیانو دملګروملتونوسیاسې چارو دفترباندی برید وکړچې په پایله کې لسګونوتنوته مرګ ژوبله واوښته چې له امله يې یادبنسټ په یاد ولایت کې خپل دفتروتاړه اوخپل ټول بهرنې کارکوونکې يې وویستل.

Copyright Larawbar 2007-2024