کور / سياسي / د طالبانو پر خلاف ملي قیام

د طالبانو پر خلاف ملي قیام

قریب څه باندي یوه میاشت کېږي چي په اندړو کي د طالبانو د ظلم او ناروا پر خلاف محلي خلګو او  د مکتب او پوهنتون محصلینو د «ملي قیام» تر نامه لاندي عمومي ولسي پاڅون پېل کړی دی. څو کلیو په ګډه، طالبان له خپلو سیمو څخه اخراج کړي، او محلي سیاسي قدرت يې ولسي جرګو او شوراګانو ته سپارلی دی. که څه هم د اندړو د ملي پاڅون راتلونکې معلومه نده، خو سمدستي قریب ۵۰۰ مسلح جنګلیالي لري، او په دننه او بهر کي يې افغانان او نور ازاد بنيادمان ویاړن، ښادمن، او هیلمن کړي دي. بل پلو، د پاڅون تر ټولو مهم شاخص او ممیزه دا ده چي قیام له اولي ورځي راهیسي د طالب، کرزی، او ناټو ضد دریځ غوره کړی دی، او د پاڅون محرک او اغاز د ظلم او استبداد په مقابل کي مبارزه کول ښيي. ددې قیام په باره کي علاقه هله زیاته سوه چي د الجزیرې تیلویزیون له سیمي څخه یو جالب او مستند رپوټ خپور کړ، او د پاڅون مخکښه څېرې او ارمانونه يې دنیا ته وښودل.


 د عبدالرحیمزي د کلي ۵۳ کلن اوسېدونکی او  د حساب استاد د نیوزویک خبریال ته د خپلي ناڅاپي ازادۍ او امنیت د احساس په باب وايي: « موږ له کرزي، طالبانو، او امریکایانو څخه کرکه لرو.  طالبان زموږ رزق او روزي په زور اخلي؛ حامد کرزی غلا او دوکه راسره کوي؛ او امریکایان مو  د شپې په چاپو کي توقیف او وژني.  پدې تېرو  لسو کلونو کي، دا لومړی ځل دی چي زه  د طالبانو له زور زیاتي څخه، د حامد کزري له فساد او بېکفایتۍ څخه،  او د امریکانو د شپې له حملو او له خړوړو سپو  څخه ځان مصون او ازاد احساسوم.»


د غزني د ملي قیام کيسه هله شروع سوه چي د غزني ولایت چارواکو غزنیوالو ته اعلان وکئ چي لدې را وروسته باید ګرده موټرسیکلان په ټرافیکو کي راجستر او ثبت وي.  څرنګه چي د طالبانو ټرانسپورټي وسیله عموما موټرسیکل دی، نو بنا هغوی په اندړو او نورو سیمو کي پر بېوزلو مګر غیرتي او ازاده خلګو باندي مکتبونه، دوکانونه، سړکان، کلینیکونه، او بازارونه بند کړل. د ملي پاڅون یو  ګډونوال الجزیرې ته وویل: طالبان زموږ نوی او ځوان نسل او اقتصاد را تباه کوي.


د تاند د رپوټ په اساس د غزني ولایت په مختلفو سیمو په تېره بیا اندړ، ګیرو، او قره باغ کي طالبان مکتبونو ته وايي چي انګلیسي، فزیک، ریاضي، کیمیا، الجبر، او بیالوژي یا هیڅ تدریس نه کړي او یا په اونۍ کي فقط یو ساعت ورکړي، او د دغو مضامینو وخت دیني مسایلو ته وقف کړي.  همدا وجه ده چي په کانکور کي د دغو سیمو تقریبا هیڅ شاګرد پوهنتون ته ندی بریالی سوی.  غزنيوال وايي  چي طالبان خپل مقررات یوازي پر پښتنو باندي تحمیلوي. په هغو سیمو کي چي هزاره مېشت دي نه یوازې له ښوونځیو سره څوک غرض نه لري بلکې هر کال نوي مکتبونه جوړېږي او د زده کونکو شمېر زیاتېږي.


 له بي بي سي سره په مرکه کي، د ملي پاڅون یوه مشر لطف الله کامران وويل: د منطقې خلګ، مشران، مخور، مکتبیان او محصلین د ستونزي د سولییز حل په غرض د طالبانو له مسولینو سره په تماس کي سول، خو د طالبانو مشرانو پر خلګو امر وکی چي یا به پرته له کوم قید او شرط څخه د طالبانو ظلم او ظلمت ته تسلیمېږي، یا به د کابل له شډل حکومت سره یو کېږي، او یا به جنګ ته ځان ټینګوي.


کله چي ولسي خلګ د طالبانو له ناروا فیصلې سره مخامخېږي، د کلي او کور زاړه او ځوانان سره جرګه کېږي.  پسله څه بحث او  سوال او جواب څخه، د اندړو خلګ د یو عمومي او سراسري پاڅون تصمیم نیسي.  او طالبان له خپلو سیمو څخه پسي اخلي.  د جرګې برخوالو موافقه وکړه چي طالبان ظلم کوي او د افغان ولس پر خدايي او مدني حقوقو باندي تېری کوي.  طالبان منطق نه بلکي وچ زور چلوي.  د افغان ولس ازادۍ او ډلییزي ارادې ته احترام نلري، او له خدايي او بشري حدودو څخه د مستکبران غوندي سرغړونه کوي.   طالبان له علم، نور، او مکتب سره مخالفت کوي، د افغان بچو  راتلونکې تباه کوي، او د معارف او پوهي سره حساسیت ښيي، حال دا چي د افغان ولس د نجات یوازنۍ مطمینه هیله پوهنه او تحصیل دی.


 د جرګې بله نهايي فصیله دا هم وه چي د ظلمت له استازو سره ډغري وهل ضروري دي، ځکه د خپل حق او ازادۍ لپاره مبارزه کول ددې سیمي په خټه کي اخښل سوي دي.  د اندړو ویاړلې سیمه په تاریخي لحاظ هم د ملي مبارزینو پوخ سنګر وو.  د افغان انګلیس په دوهم جنګ کي، ملا مشک عالم په همدې سیمه کي د ازادۍ، استقلال، او جهاد تر بېرغ لاندي غزاګاني کړي وي.


بلخوا، ددې دوو میاشتو په ترڅ کي طالبان پدې باره کي تر حد زیات چوپ او خپ ول.  مګر  د شنبې په ورځ الامارې ویب سایټ د طالبانو اعلامیه چي سراسر  تورونونه، ناروا، او د شکونو خورول ول، خپره کړه. هلته، ذبیح الله مجاهد د اندړو ملي پاڅون نظریه او غړي امریکايي جاسوسان، اربکیان، او د دولت خیر خواره بللي دي. مګر اعلامیه د خپلو بې بنیادو الزامونو د ثبوت لپاره هيڅ دلیل او سند نه دی ذکر کړي، او په پاي کي په غیري شعوري توګه د پرابلم پر موجویت باندي اعتراف کوي او وايي چي د مشرتابه په امر به ډیر ژر  هلته یو هیت واستول سي، څو ددغو ادعاګانو په ارتباط تحقیق وکړي او د حلولو لپاره يې ګامونه واخلي.


د ملي پاڅون سمدستي اغېزې


په اندړو کي، د ځايي خلګو قیام او مبازره هغه ادعا غلطه ثابته کړه چي وايي پښتانه تعلیم او عصري علوم نه غواړي.  پښتانه د ماډرن جهان سره سازګار ندي، او پښتانه د علم، ساینس، او عصریت ضد عواطف او تمایلات لري.  بلکي د اندړو پاڅون وښوده چي افغانان د خپلو اولادونو لپاره تعلیم او مکتب غواړي، او پښتني سیمو کي خلګ د عصري ښووني او روزني په اهمیت پوهېږي.


دوهمه موضوع چي د غزني پاڅون بیا ثابته کړه او هغه دا چي که خلګ لاسونه سره ورکړي هر څه امکان لري.  مانا د محلي خلګو طاقت او قدرت یووالی دی، خو همدا جوړونکې قوه باید لیډرشیپ او مدیریت ولري. که چیري ځايي خلګ او مدني ټولني خپل برخلیک پخپله وټاکي، د هغه ځای ثبات او امنیت څوک نه سي خرابولای.


او بالاخره بله ضروري مسله دا ده چي د اندړو د ملي قیام سره باید افغانان او نړیوال کمک وکړي.  مادي او معنوي مرسته ورته برابري کړي، څو له یوې خوا د هغوی استقلال خوندي وساتل سي، او له بلي خوا نوري سیمي هم د اندړو د پاڅون په شان خپل حق او ازادي تامین کړي.  د قیام په باره کي زیات تبلیغات وسي.  په ملي او بین المللي سویه معرفي سي.  په تېرو څو کلونو کي، د افغانستان په نورو سیمو کي هم ورته شان پېښي سوي دي، خو د مرستو او تبلیغاتو د نه راجلبولو په خاطر ځپل سوي دي.  افغانان او  جهانیان باید اجازه ورنه کړي چي دا ځل بیا د خلګو حقه قیام ناکام سي. طالبان هڅه کوي چي دا حرکت په نطفه کي شنډ کړي، خکه طالبانو پخپلي اعلامیې کي د تهديد او انکار ژبه کارولې ده.


والسلام


واحد فقیري – واشنګټن