فراه:ماین چاودني دوه ملکی کسان ژوبل کړل

محمد هارون خپل شعشعي | جولای 18th, 2012



 
پرون ماښام شااوخوا ۷بجی دفراه ښار په مرکز کی چی دڅلرمی ناحیی اړونده سیمه کیږی، ددارلمعلمین مخ ته په عام بازار کي یوموټر سیکل بم وچاودید ،چی په پایله کی یی دوه ملکی کسان ژوبل کړل.


د فراه مطبوعاتي دفتر مسول عبدالرحمن ژوندي لراوبر ته وويل په داسی وخت کی رامنځ ته شوه چی خلک دبازار نه دکورونو په لور روان وه ،نوموړې   ژوبل  دوه  وړونه وه چی پرموټرسیکل سپاره دکور په لور روان وه، د نوموړي په وينا په پېښه کي بل چاته زيان نه دی اوښتئ .


د پېښي مسوليت چا پر غاړه نه دی اخستی .

Copyright Larawbar 2007-2024