هلمند:دطالبانو په حمله کي پوځيان او طالبان مړه دي
د هلمند ولايت چارواکي وايي په دوه جلاپيښوكې د ملي اردو ۹ پوځيان وژل سوي ، ۷ پوځيان ټپيان او د طالبانو ۸ وسله وال وژل سوي، ۵ ټپيان او ۶ ژوندي نيول سويدي .
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په راغلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي لومړى پيښه د چهارشنبې په شپه هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې طالبانو په واشير ولسوالى كې د ملي اردوپه پوسته وسلوال بريد وکړ چې په دې بريد كې د ملي اردو ۹سرتيري مړه او ۷ تنه ټپيان سول ، کله چي ددوی مرستي ته نور پوليس ورسېدل نښته رامنځ ته سوه چې په پايله كې يې اوه تنه طالبان وژل شوي پنځه ټپيان اودرى تنه نور ترې تم سول .
د هلمند چارواکو د يوې اسماني رنګه مزدا لارۍ او کرولا موټر او چاوديدونکو توکو او ورسره يوه شکمن کس عکسونه هم خپاره کړيدي خو ددغو ټولو په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .