کور / تازه خبرونه / د بغلان د قربانیانو سره دافغان بیسیم مرسته وشوه

د بغلان د قربانیانو سره دافغان بیسیم مرسته وشوه

د افغان بیسیم مشر امین رامین  کابل کې د لراوبر له څانګې سره د ټیلفون پرکرښه وویل چې


دغه شرکت او د بیات بنیاد په ګډه سره  نن  دبغلان د خونړۍ پېښې  د قربانیانو له یو شمیر کورنیو


سره نغدی مرسته  وکړه او د دغه ولایت په روغتونوکې یې د بسترو ټپیانو پوښتنه یې وکړه .


امین رامین زیاته کړه ددغه شرکت پلاوی نن بغلان ته ورسید او ۳۰ زره ډالره نغدی مرسته یې یوازې


د ښونځیو په هغه غم ځپلو کورنیو وویشل چې ماشومان  او د کورنیو غړی یې په چاودنه کې مړه او ټپیان شوی وو.


دغه خونړۍ پېښه چې تیره اونۍ د بغلان د قند فابریکې ته نیږدې وشوه  د ولسی جرګې د ۶ تنو غړو په


ګډون په کې څه کم ۲۰۰ کسان مړه او ټپیان شول  ، چې ډیره یې د ښونځیو زده کونکی وو.ددغې پېښې پړه تراوسه هیڅ ډلې په غاړه نه ده اخیستې. افغان ولسمشر ژمنه کړې ، چې د پېښې بشپړ او ژور تحقیقات به کوی .