ناهيلې اولس او دسياسی ګوندونو بي اغيزه سياست
څو ورځی وړاندی می د بي بي سی پرڅپو وارويد ل چی ٠٠٠٠٠٠ پنامه يوبل سياسی ګوند د ښاغلی ٠٠٠٠٠٠ ترمشرۍ لاندی دعدليی په وزارت کی په رسمی توګه راجسترشو . داخبره که ديوی خوا لدی کبله په زړه پوري ده چی په هيواد کښی داوږده تاوتريخوالې او ورانونکو جګړو وروسته د دموکراسی مور حمل اخلې ، بچيان زيږوی او دټولنی دژوند په نژدی هره برخه ددی نوی پديدی نښی نښانی ترسترګو کيدلای شی . خو دبله پلوه داهم يو تجربه شوی واقعيت دی چی څومره ديوی مور روغتيا بشپړه وی ، په هغه پيمانه ئی ماشوم روغ رمټ وی ، جسمی اوذهنې انکشاف ئی دډاډ وړ او دزياتو ناروغيو په مقابل کی مقاومت لری . او هرڅومره چی مور ناروغه وی ، ماشوم ئی ضعيف اوحتی فلج راځی اوکيلای شی دژوند تر پايه دبل د اوږو بار وی .
له بده مرغه په افغانستان کی د دموکراسی د سکې دغه دوهم مخ برجسته ، څرګند او رنګين دی . پرځوانې تر لاسه شوی دموکراسې باندی له بلوغ نه وړاندی دروند بار واچول شو او ديوی پخی مور غوښتني تری وشوی ، دغه فشار هغه دناروغې تر پولې ورسول او بيله دی چی درملنې ته ئی پاملرنه وشی ، ورڅخه ناوړه ګټه اخيستل کيږی . داهم ديادونی وړده چی دسياست په ډګر کی د ګوندونو پر زيږولو باندی که روغ وی يا ناروغه ، کنترول راوستل داساسی قانون ترپښو لاندی کول دی . ددی خبری پايله داده چی ناروغ بچيان يو په بل پسی په ناروغ چاپيريال کی زيږی او دناروغی مور په غيز کی دناروغ پرستار تر نيمګړی پاملرنې لاندی خپل نيم ژواندی ژوند داسی پرمخ بيائی چی نه مړه وی اونه ژوندی ، خو دنورو ژونديو کسانو رزق خوری .
که چيری واقعيت ته نژدي يو دلوړی کچی اټکل په پام کی ونيسو چی دافغانستان نفوس ٢٥ ميليونه تنه وګڼو ، لدغو څخه ئی ٢٠% دنسبتا مناسب سواد درلودونکې کسان وبولو ، نودابه شی ٥ ميليونه تنه . که داسی په نظر کی ونيسو چی لدغو باسواده کسانوڅخه ٢٠ % دفعال سياست کولو مينه وال دی ، دابيا يوازی يو ميليون تنو ته رسيږی . لدغي ډلی نه کولاي شو نژدی ٥٠ % په کابل ، ٤٠% په نورو لسو لويو ولايتونو او يوازی ١٠% برخه ئی په پاتو ٢٣ ولايتونو کښی ولټوو .
ددی ټولنز سياسی پرنسيپ په پام کی نيولو سره چی يو سياسی ګوند هغه وخت کولای شی په سياست کی کوټلی واغيزمن ګامونه واخلی ، کله چی :
الف – په ټول هيواد کښی سرترپايه ريښی وځغلوی .
ب – دهيواد په کچه يوه ملی تګلاره ولری .
ج – مشرتابه اوليکی ئی وملی ګټوته وفاداره کسان وی .
د – کړه وړه ئی دملي ، سمتی ،ژبنی تعصبونو او نورومنفی تمايلونو څخه پاک وی .
ه – پراخ سياسی ليرليد ولری او دتنګو کوڅو څخه ئی مخ اړولې وی .
و – ټول ارګانونه ئی له کښته نه ترپورته پوری د دموکراتيکو ټاکنوله لاری منځته راغلی وی .
همدا اوس په افغانستان کی نژدی ٩٠ ګونده په رسمي ډول راجستر شويدی او داټوله ګوندونه اړدی چی دلوړو پرنسيپونو پر بنسټ خپلي ليکی پراخی او دهغوی په مټ دهيواد ترهره ګوټه ځانونه ورسوی . نو ايا داکار دپورته يادو شوو فيصديو سره انډول لګولای شی ؟ په طبعي توګه به ځواب منفی وی . د بله لوری په ټولنه کښي نژدی د درو لسيزو ناخوالو ، سياسی چاپيريال دومره کرغيړن کړی چی ځوانی اوبی تجربی دموکراسی لا تر اوسه داتوان ندی موندلې ترڅو په سياسی ډلو کښی سياسی زغم وروزی او سياستوال يو د بل منلوته وهڅوی .
ددغو بد مرغيو پايله داده چی سياسی ګوندونه تش پنامه بی اغيزی پاته او دهيوادپه سياسی بهير کی خپله دند ه نشی ترسره کولای . هغه ژوندی موجود چی دخپلی دندی دترسره کولو وړتيا نلری ، يوناروغ موجود دی . دا ډول ګوندونه نه يوازی په ټولنيزی – اقتصادی پرمختيا اوسياسی ودی کښی رول نشی روبولای ، بلکه دټولنی پر اوږو يو دروند پيټی دی او ددغه درانده بار لويه برخه ګوندی ليکو پرغاړی اخيستې وی او لکه يوفلج اوناروغ زيږيدلۍ ماشوم چی نه ئی څوک خوشې کولای شی اونه ئی هم د درملنی لاری چاری ورته معلومی وی . دا پيټۍ لا هغه وخت زيات درنيږی چی دګوند مشرتابه دځان غوښتنې په مزمن مرض اخته اوليکی ئی سرګيچه دمايوسۍ په طوغان کښی غوټې وهی .
داخبره هم دپام وړ ده چی دډيرو سياسی ګوندونو دنااغيزمنتوب يوبل مهم لامل هم اقتصادی بيوسې ده . دوی داقتصادی توان دلوړولو دپاره کورنی امکانات نلری او دبهرنی امکاناتو په مټ دا وړتيا ترلاسه کول بيا ددوی ملی کړو وړو ته زيان رسوی . که څه هم ځينی ګوندونه ، کوم چی دساړه جنګ پرمهال ئی دځينو دولتونو اواستخباراتی ادارو څخه بی حسابه مالی مرستی ترلاسه کړی اويائی دنجيب الله تر پرزولو وروسته دهيواد پربانکونو باندي قبضه پلاس راوړی اودخپلی خوښی سره سم ئی دروسيې په امنيتی او مافياوی کړيو کښی دپيسو دچاپولو توان درلود ، دوی اوس هم بشپړه اقتصادی وړتيا لری . خوداچی داډول ګوندونه د جنګونو په جريان کی دځانګړو موخو پخاطر منځته راغلې ، نو هلته دهغو شرايطو سره برابر داسی کسان راټول شويدي چی اصلا جنګی ډلی او په نورمال حالت کی دسياسی مبارزی دهيڅ شکل سره بلدتيا نلری . ځکه نو ددغو ګوندونو توان دمنفی اغيزی ښندلو په موخه پياوړۍ دی چی لدی کبله ئی زيان دنورو اقتصادی ناتوانه ګوندونو په پرتله د دموکراسې څخه په ناوړه ګټه اخيستلو او د نورمال دموکراتيک بهير دپرمختګ په ورانولو کښی څوبرابره زيات دي .
اصلې خبره داد چی ګوندونه د وران ويجاړ هيواد په بيارغونه او سياسی ټيکاو کی ترهغه ځايه چی ددولت پلانونه دخپلو تګلارو له مخی دتائيد وړګڼی ، بايد په ترسره کولوکښی ئی مرسته ورسره وکړی او په هغو چارو کی چی ئی کړنی ګټوری نه بولې ، بايد دسياسی لارو په زړه پوری مشوری ورکړی او دسياسي مبارزی داړينو شکلو څخه په کاراخيستلوسره ټولنزذهنيتونه وروزی ، دموکراسی پخه او وده ور کړی ، نه داچی دا نيمګړتياوی بهانه وټاکی او دټيکاو ورانولو ته پښی را لوڅۍ کړی .
که داخبره منو چی دموکراسی ديوه سياسی سيسټم دپاره ترټولو غوره اومنل شوی لاره ده ، نوپه ټولنيز نظام کی دسياسی ګډون په موخه ګوندی پلوراليزم او دګوندونو جوړول هم يوه اړينه موضوع ګڼل کيږی . پدی هيله بيا څنګه کيدلای شی منځته راغلو ګوندونوته د سياسی اغيزې ښندلو رول پلاس ورشی ؟
دسياسی څيړونکو په اند ، پکارده چی ټول ګودونه پردريو ډلو وويشل شی :
١ – کيڼ لاسی ګوندونه .
٢ – منځ لاری ګوندونه .
٣ – ښی لاسی ګوندونه .
پدی ډلو کی به ګوندونه دخپلو تکلارو دنژديوالې له مخی سره ټوليږې او ددی دپاره چی نوموړی ډلی په خپلو منځونو کښی ژر ګډ نظر اوپريکړوته ورسيږی ، بايد دتګلارو دورته الې پربنسټ يو په بل کی ورګډ اولوی واحد ګوندونه جوړ کړی . په هره پيمانه چی دګودونو شمير دسره ګډيدو لامله کميږی ، په هم هغه پيمانه ئی دغړو شمير زياتيږی ، دهيوادهر ګوټ ته ريښی ځغلولای شی ، دپسيف حالت نه پاڅيږی اوپدی توګه ئی اغيزمنتيا لوړه ځی اوپه ټولنه کښ سياسی اعتماد اواعتبار پلاس راوړی . يوازی پردغه ډول ګوندونو باندی اولس حساب کولای شی او دراتلونکی په هکله خپلې هيلې ورپوری تړلای شی . دانوهغه لاري دی چی له مخی ئی ګوندی غړی دخلګو نه رايي ترلاسه کولای اوپه سياسی سيسټم کی خپله برخه اخيستلای شی . داګوندونه نور ژوندی ، فعال او دمعيوب ماشوم په څير دټولنۍ داوږو بار ندی .
داوسنې موجودو ګوندنو څه د يو دوو درو نه پرته چی دافراطی توپيريزو مفکورو پربنسټ منځته راغلې دی ، نور ټول ئی په درو لوړو سياسي ډلو کښی دخپل وزن سره سم ځانو ته مناسب ځايونه موندلا شی . داځکه چی داکثرو ګوندونو نه يوازی تګلاری بلکه نومونه ئی هم دومره سره نژدی او ورته دی چی حتی هغه کسان ئی لاهم يو له بله سره غلطوی ، کوم چی دسياست مينه وال او دسياسی ګوندونو سره اړيکی لری .
د سياسی څيړونکو له نظره يوازنی ډير مهم لامل چی دګوندونو دسره نژديواې او پوره يووالې په کار کښی ځنډ ګرځيدلې ، هغه په يولړ ګوندونو کی دهغو مشرانو شتوالې دی چی يا په اوسنې شرايطو کښی دسياسی اړتياوو په هکله دپوهيدو توان او وړتيا نلری او يا دعقدو نه ډک ، پرځان مين او دخپلو طبعی متحدانو سره په يوځايوالې کی دخپل مقام دلاسه ورکولو څخه په ډارکی دی . ځکه نو د ذهنيتونو دغولولو پخاطر راز راز پلمې جوړی ، کله دا ډله کله هغه ډله په ناوړو نومونو يادوی او په يوه يا بل ډول تورونو ئی توروی .
د زوريدلې اوناهيلې اولس غوښتنې يوازی او يوازی دټولو دموکراتيکو قوتونو دګډ کار ، سره يوځای کيدو او يووالې پربنسټ ترسره کيدلای شی .
پدی خاطر نو د دغه ډول ګوندونو ليکو ته پکارده دهمدغه ټکې په پام کی نيولو سره مخکی لدی نه چی ځان غوښتونکې مشران ئی ګوند ددموکراتيکو قوتونو او طبعی انډيوالانو تر منځ تجريد او په اولس کښی بی اعتباره کړی ، بايد دوی لومړۍ دنوموړو مشرانو غوږونه ورخلاص اوبيا ئی دګوند په دننه کښی تجريد ، بی اعتماده او پر ځای ئی دداسی يوه مشر دټاکلو دپاره لاره پرانيزی کوم چی ګوند ته په ټولنه او سياسی بهير کی داعتبار او مناسب ځای پيداکولو توان او وړتيا ولری .
په مينه اوپيرزوينه . پای .