کور / شعر / غزل

غزل

پوهنمل امير محمد شينډنډى


مينه مي په مينه باندي پوه نه ده نادانه ده
د عشق په فلسفه كي هسي خوشي سرګردانه ده


د ناز په خوب ويده ده خو په خوب كي كرشمي كوي
جهان كه سره لمبه سي دا پخپله لار روانه ده


ښكلا لري، ځواني لري، غرور لري،ادا لري
په مينه راته ګوري خو په زړه كي پرېشانه ده


د ښكلو په بازار كي سوداګره ده د سترګو
حوره ده، پري ده، پاس راغلې له اسمانه ده


غمزه كړي، اشارت كړي چي راځه څنګ كي مي كښېنه
كه لږ څه ورنږدي سم بيا هغه ساعت پښېمانه ده


په ناز په نخرو ګوري خو باڼو باندي ويشتل كوي
د زړونو ښكاري ده پرهارو ته يي خندانه ده


ګوره شينډنډيه ته د ښكلو نه وفا غواړې
ښكلي بي وفا دي دا ثابته له زمانه ده