کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتانه په جوزجان کي !

پښتانه په جوزجان کي !


په جوزجان باندې د تاريخ په اوږدو كې داسې ډلې ټپلې حاكمې وې چي نوم او نښان يي هم د پښتون نه وو، يعني په واضح ډول بايد ووايم چي هلته له ديرشو كلونو راهيسي يوه ډله حاكمه وه چي نوم يي ټولوته معلوم دي او هغه دملي غورځنګ (جنبش) بدنامه ډله وه.


د جوزجان ولايت له پنځه سوه زرو څخه زيات نفوس لري او دا ارقام اوسنۍ سر شميرني ښوولي ده ، خو د ځايي كارپوهانو په وينا ددغه ولايت په سلو كي ديرش پښتانه ، پنځه ديرش تركمنان ، شل عربان او پنځلس په سلو كي اوزبكان ژوند كوي.


جوزجان ولايت لس اداري واحدونه لري چي قرقين ، خمياب ، آقچه ، خواجه دوكوه ، درزاب ، قوش تپه ، منګجك ، فيض آباد ، خانقاه او مرديان نوميږي. پښتانه دجوزجان په مركز يعني شبرغان ښار ، د خواجه دوكوه ولسوالۍ ، د آقچي ولسوالۍ ، دفيض آباد ولسوالۍ او د خانقاه ولسوالۍ كي ژوند كوي .


د جوزجان پښتانه هغه زمونږ خبره د خپل وخت خانان خيل وو، په جوزجان كي د پښتنو اكثريت ټبر په خپله د شبرغان په ښارګوټي كي ژوند كوي، چي مهمي سيمي يي شكرك ، افغان تپه ، شيرخيل ، شوبي ، خواجه دو كوه افغانيه ، تابين او همداسي نور نوميږي.


په ټول جوزجان كي د پښتنو هر ټبر شته لكه احمد زي ، بابري ، اسحق زي ، عليزي ، نورزي ، غلجي ، صافي ، تركي ، بختيار ……..!!


خو دافسوس خبره داده چي داسي لوي اكثريت ته نه په دولتي پوستونو كي ځاي وركړل شوي اونه هم په خپله ژبه ښونځي لرې ، ما په ټول جوزجان كي سترګي ديخوا ها خوا و   ګرځولي ولي هيڅ كومه داسي لوحه مي و نه ليدله چي كوم د پښتو ښوونيز مركز دي و اوسي.


د جوزجان پښتانه نه تنها له ښونځي څخه لري پاتي شوي بلكه په دا پنځه ويشت كلن ناورين كي له 30 فيصده پښتنو څخه له 20  نه تر 25 فيصده پوري يي كډوالۍ ته مجبور شوي دي.


كله چي دوه كاله دمخه ښاغلي جمعه خان همدرد  جوزجان ته د والي په توګه  واستول شو ، دده په راتګ سره نه تنها په پښتنو باندي سهولت راغي بلكي هر قوم هلته احساس دسكون كاوه ، او هغه ټول كډوال چي بي ځايه شوي وو ، بيرته خپلو كورونو ته راغلل.


ګوهر خان بابري چي اوس مهال د جوزجان د پښتنو مشر او د فيض آباد ولسوالۍ ولسوال دي له دولت څخه غواړي چي د سيمي پښتنو ته په دولتي پوستونو كي ځاي وركړل شي او په خپله ژبه  ورته ښونځي  پرانيستل شي.


كه څه هم د ښاغلي همدرد صيب ځيني هيلي په جوزجان كي ترسره شوي خو تر ټولو دوي ډير ليواله  وو چي هلته هر څوك په خپله ژبه ښونځي ولري، ښاغلي همدرد په هيواد كي له هيڅ كوم قوم سره ستونزه نه لري ، ددوي ستونزه يواځي او يواځي سياسي ستونزه ده. ځكه دي د دولت حامي او رقيبان يي له مركزي دولت سره په مخالفت كي واقع دي، همدرد دملي ګټو سالار او رقيبان يي هڅۀ كوي چي په شخصي سالاري خپل جيبونه ډك كړي.


زه مطمئن يم كه چيرې زمونږ هيواد وال له خپل دولت سره همكار شي او خپلي غوښتني  دقانون په رڼا كي له دولت څخه و غواړي ، او دافغانستان د قسم خوړلي دښمنانو د توطيئو ښكار نه شي  نو زمونږ هيواد كي به نه ستونزه وي او نه هم ناورين.


زمونږ هيله خو بس همدومره ده چي ټول د ورونو په څير ژوند وكړو او خپل هيواد له سيالو سره سيال كړو.