عــــارف تبسم Arif Tabasum
ښاغلی عارف تبسم د حاجي شير افضل خان زوی د سهيلي پښتونخوا د لورالايي د بوري په کلي کي د ۱۹۷۲ ميلادي کال د ډسمبر د مياشتي پر ۱۲ نېټه زېږېدلی دی . نوموړي لومړنۍ زده کړي په . . . . . کي پيل کړې او بيا . . . .
لوړي زده کړي : په نړيوالو اړيکو او انګريزي ادبياتو دواړو کي د MA تر کچي لوړي زده کړي بشپړي کړي دي .
چاپي اثار :
١- ګلوبلائزېشن اورمادري زبانين (ترتيب) ٢٠٠٤ ( په اردو ژبه )
٢- آزادی کی پهلی کرن (دامان اللہ خان هوتک د کتاب “د خپلواکئ لمرڅرک” اردو ترجمه) ٢٠٠٥ ء
٣- دلمرپل (اوله پښتو شعري مجموعه) ٢٠٠٦ ء
٤- پښتو ادب اونړيوال کلی (پښتو نثري مجموعه) ٢٠٠٧ ء
فعلآ د سهيلي پښتونخوا په کويټه کي اوسيږي او د يوې نړيوالي موسسې سره په دنده بوخت دئ .
د شعر بېلګه :
غزل
په خپل خزان ژوند کی سپرلے پالمه
ګل يم له ځـان سره ازغے پالمه
ستا په غـم زۀ په ځان کی ود ړدېږم
خپله سيـــــــــنــه کی ستازړګے پالمه
هر وخت له ماسره په جنګ اخته وی
پـه ځـان کی څــه رنګـه سـړ ے پالمه
خپلوی او مينه می فطـرت ځکــه ده
پــه خپـــــلـه ويــنـه کـی بـورے* پالمه
نــۀ بـدلــــــــومـــه د بــــابــــا قــدرونــــه
خپــــلــه درۍ،خپــل نغــرے پالمـــــــه
چيری بــه بيادحــق اذان پــورته کړی
په زړۀ کـی تــل بﻻل ژوندے پالمـه
پر شــونــډو بــانــدی تبســم نـــه لـــرم
بــې تــــا ژونــدون لکــه نيـمے پــالمــه
غزل
څراغ راواخلو،په تياروکی په مزل پسی ځو
موږټوله شپه لټون کوؤ،دلمر په پل پسی ځو
زموږﻻرښوونکوزموږدزياروقدر نه دے کړے
ځکه خوخپل کاروان پرېږدو اوموږ په بل پسی ځو
دخوشبوي دښمنی ګرانه شوله دومره چی اوس
د پسرلی د جنګ دپاره موږپه ګل پسی ځو
دراست روی هيله به اوس له ځانه څنګه ساتو
درُخ ملګري يُو،خوستادزلفو ول پسی ځو
شايدچی خلګ له ايمانه څخه ستړی شولو
اوس په ښکاره نارې وهی چی موږپه غل پسی ځو
ديوې کونډی ماشومان په سپېد و پورته شولو
وائي مورکۍ موږداتامو په تکل پسی ځو
چاوشړلې خوشحالياني له دې ښاره څخه
که خنداغواړو،تبسم سره به مل پسی ځو
غزل
زۀ کله تياروکی هم ورکېږم نۀ
لمريمه په دوؤګوتو پټېږم نۀ
مارڼاکرلې ده په زړونو کی
زۀ اوس له تياروڅخه وېرېږم نۀ
ماخپل يومنزل ومخ ته اېښےدے
ځم،مزل کومه،ستړےکېږم نۀ
ژونده! ستاغمونه په خنداوړمه
اوښکه اوښکه يمه،خوڅڅېږم نۀ
هرڅوکه خنډونه وی په ﻻره کی
زۀ خواباسين يمه،درېږم نۀ
لمردخپل ښائست راڅخه ليری کړه
کاڼےنه يم زۀ،چی به ويلېږم نۀ
خاوری يم،له خاوروسره کړم مينه
زۀ پۀ سپوږمۍ،ستورومينېږم نۀ
کسّي دی دسترګوتبسّمه! يم
اوښکی يارانجۀ نۀ يم،بهېږم نۀ
غزل
موږچی ويشتلوهمېشه دلته په سنګ ګلونه
ځکه په دې هيوادکی نه کوی غورځنګ ګلونه
پېل دسپرلی چی په دې ښارکی په سرووينووشو
سږبه يواځی وَټوکېږی د سرۀ رنګ ګلونه
ډېربارودونه زموږپرمزکه باندی واورېدو
ځکه اخته دی له يوبل سره په جنګ ګلونه
اوس می هم روح محسوسوی،زموږدوصال خوندونه
سړه هوا،وړه خندا،دبنګړوشرنګ،ګلونه
زمادخزان سره سيالی ترآخری عمره ده
ځکه خونۀ کرمه اوس زۀ پرخپل څنګ ګلونه
ډوکال د مزکی او اسمان ټولی اوبۀ وڅښلې
زموږله هيوادڅخه يې ورک کړلو پتنګ،ګلونه
اوس به له کومه ځايه ستازلفوته راوړی ګلاب
پرکوڅوغواړی، تبسّم لکه ملنګ،ګلونه
نظمونہ
يولسم ستمبر ـ په يورپ کی
ماته په دې ورځ دلته
خپل ځان محفوظ نه ښکاری
ولی چی يَوخومسلمان يمه زۀ
اوبل افغان يمه زۀ
بيا په ځوانی کی هم يم
ځکه په داسی حال کی
دهرسپين پوستی
چی په ما کله نظر وَلګی
که څه هم کرَ که يې په سترګو کی
زۀ نه وينمه
خوزۀ په ځان کی شم څه غلے غوندی
په خپل ګرېوان کی لږپه ځيروَګورم
ځان ته په ځيروَګورم
چرته خوزۀ ترهه ګر نه ښکارېږم؟
ګلوبلائزېشن
وائی دنيا ده اوس دکلی په شان
هريوهيواددلته دکورغوندی دے
هريووګړے دبل ورورغوندی دے
خوزۀ رښتياکه درته ووايمه
بې شکه دې کلی کی هرڅه ډېردی
خودخپلوی چرته درک نه ښکاری
دمينی هم څه سلسله نه وينم
دنړيوالو په دې لوئ کلی کی
پېژندګلوی دهرچاګډه وډه
هريوږغېږی اوس په بله ژبه
هيڅوک حال نه لری په خپل څنګلوری
بې شکه پراخ دی څلورواړه لوری