کور / z_buitenland_news -- 5 / د فليپين په پارلمان کې چاودنه

د فليپين په پارلمان کې چاودنه


د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړ چې د فيليپين د استازو په مجلس  يا پارلمان کې نن (سه شبنې) يوه چاودنه شوېده چې له امله يې شپږ تنه زخمي شوي دي . دغه آژانس زياتوي چې دغه درنه چاودنه په مانيلا کې  د پارلماني غونډي  دختمېدونه وروسته د پارلمان  په جنوبي لابي کې پېښه شوېده .
د کنګرې داستازو د غړو نه يوه تن ويلي دي چې داسي برېښي په دې چاودنه کې ګڼ نور شمېر زخمي شوي وي . پوليسوتر اوسه ددې چاودني په هکله څه ندي ويلي .
تيره مياشت هم د مانيلاپه تجارتي سيمه کې يوه چاودنه شوې وه چې له امله يې ۱۱ تنه يې ووژل او ۱۰۰ تنه يې زخمي کړه .