کور / z_buitenland_news -- 5 / بينظير بوټو او نوازشريف د مشرف پر ضد ائتلاف کوي

بينظير بوټو او نوازشريف د مشرف پر ضد ائتلاف کوي


د فرانسې دخبری آژانس په حواله د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشريف  په هغه مصاحبه کې چې د جيو د ټلوېزيوني شبکې سره يې کړېده ، د خپلي  سيالي د پاکستان د پخوانی صدراعظمي او دپاکستان د مخالف ګوند مشري بېنظير بوټو  و غوښتني ته يې مثبت ځواب ويلی دئ چې د پرويز مشرف پر ضد به يوائتلاف يا اتحاد جوړوي .
بېنظير بوټو  تيره ورځ د لومړي ځل د پاه د پرويز مشرف نه وغوښتل چې د جمهوري رياست نه لاس واخلي او وې ويل چې : مشرف بايد ايسته سي . نواز شريف په دې اړه ويلي وه چې دا يو مثبت پرمختګ دی !
نوازشريف دغه خبري د سعودي عربستان  څخه چيري چې نوموړی تبعيد دی ، کړي دي .
۵۴ کلنه مېرمن بوټو چې ددوهم ځل دپاره په خپل کور کې دګڼ شمېر عسکرو لخوا کلا بنده  ده ويلي دي چې نور نو د مشرف سره دخبرو دوام  امکان نلري .
د بوټو ديوه وياند له قوله داهم ويل سوي دي چې بوټو د نورو ګوندو د مشرانو سره هم دخبرو اترو تياري ښودلې ده .