دا کـــلي د جــــــانـــــان دی
څلوريزه
ژوند مې دجنــــون له اوره مـــه با ســــه
ذهن مې دخيال له شوره مـــه باســـــه
مـــــــــا په وران وطـــــن كې محبت كړى
ما دخپل الفت له كـــــوره مــــه با ســــه
داكلى دجانان دى
دا كلى دجانان دى هر قدم به په ادب اخلې
ګلابه ! دزړه ويني دشبنم به په ادب اخلې
داښاردښكلو ښاردى ښكلي زړونه په كې مېشت دي
غليمه ! هر ګوزاردخپل ستم به په ادب اخلې
دا شرنګ يې دپايزيب زما وجود رڼا رڼا كړ
مطربه ! دنغمو هر زير وبم به په ادب اخلې
دلته هر ګام كې دنفرت وحشي ښاماردى ولاړ
زړګيه ! ددې لارې پيچ وخم به په ادب اخلې
دعشق په پاكبازۍ كې بد مستي بې ادبي ده
پيغامه ! ګل ګل شونډې دصنم به په ادب اخلې
عبد الاحد پيغام – كابل ۸ – ۸ – ۱۳۸۶