کور / z_buitenland_news -- 5 / د فرانسې کارګران د سرکوزي سره ډغري وهي

د فرانسې کارګران د سرکوزي سره ډغري وهي


د فرانسې د اورګاډو ا تحاديو د چارشنبې په ورځ د يوې مياشتي په اوږدو کې د دوهم ځل دپاره ددې هيوادد جمهور رئیس سرکوزي په وړاندي خپل قدرت و نندارې ته را و ايست او په ټوله فرانسه کې يې د راشه درشه  بهير په ټپه و دراوه .
د پرون ورځي په اعتصاب کې د ۷۰۰ اورګاډو د جملې نه يواز ۹۰ اورګاډو دمسافرينو دوړو را وړو په کار لګياوه . د پاريس زياتره د ميټرو ليکي تړلي او د ښاري ريل  ارتباط دطيارو دوو هوائې ميدانو يعني “اورلي” او “شارل ډوګول”  سره شلېدلی دی .
دغه اعتصاب دجمهور رئیس سرکوزي د هغه اصلاحاتو سره داعتراض په وجه را مينځته سوی دی چې نوموړی غواړي د فرانسې په ترانسپورټي برخه کې يې پلی کړي .جمهور رئیس  سرکوزی په نظر کې لري چې  تقاعد دپاره د کار سابقه د۳۷/۵  کلو څخه و ۴۰ کلو ته لوړه کړي او دا هغه څه دي چې کارګران  ئې نه مني .