کور / z_buitenland_news -- 5 / د بنګلدېش په توپانونو کي د مړو شمېر تر سلو واوښتی.

د بنګلدېش په توپانونو کي د مړو شمېر تر سلو واوښتی.

د بنګلدېش په جنوب لوېديځ کي شاوخوا 150 تنه  صيدر نومي توپان وژلي دي.



د حکومتي رپوټونو له مخي، ددوی څخه ډيری يي د ونو د چپه کېدو په ترځ کي مړه سوي دي. دا حاره يي توپان اوس په ساعت کي 240 کيلومتره واټن وهي او د سختو اورښتونو سبب ګرځېدلی دی.


د پنجشنبې په ورځ شاوخوا 3,5 لکه کسان د دولت لخوا د خطرناکو سيمو څخه خوندي ځايونو ته وليږل سول. د هندوستان څخه هم د سختو زيانونو خبرونه رارسېدلي دي.