کور / خبرتیا او پيغامونه / په ننګرهار کې د افغانستان د ادبياتو د څلورم جشن په وياړ

په ننګرهار کې د افغانستان د ادبياتو د څلورم جشن په وياړ

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې د مبارکۍ پيغام


د 2007 د نوامبر 16
جرمني  ، د فرانکفورت ښار


په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه په ډېرې خوشالۍ سره خبره شوه چې د المان د کلتوري مرکز ـــ  ګويته انستيتوت له لورې  د افغانستان د ادبياتو کلنی جشن سږ کال د جلال اباد په ښکلي او تاريخي  ښار کې جوړېږي .
زموږ لپاره د داسې جشن جوړېدل ، له دې کبله هم ډېر اهميت لري چې جنګ ځپلی ، ويجاړ او زخمي افغانستان ، د سولې ، مينې ، هنر او ادبياتو دملهمو پټيو ته اړتيا لري ! زموږ د هېواد ګوټ ګوټ ته د مينې ، هنر او ادب د دغو ولولو رسول يو نه هېرېدونکی خدمت دی او د خوښۍ ځای دی چې د المان کلتوري مرکزـــ ګويته انستيتوت له هرات او کابل وروسته دا دی  د مينې دغه ولولې تر جلال اباده ورسولې .
افغانستان د شعرونو او افسانو او کيسو وطن دی ، د اوږدو کلونو جنګونو د افغانستان دغه ستره عنعنه هم زيانمنه کړې ده چې رغول يې  پر له پسې هلو ځلو ته اړتيا لري .
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه ، په ګران وطن کې د پراخو کلتوري او ادبي هڅو او دغه راز د کلتوري بيا رغونې هيلې له ځانه سره لري . موږ هيله من يو چې د ګويته او هاينه د هېواد کلتوري مرکز هڅې د خوشال او مولوي او رحمان  د هېواد د هنري او ادبي هڅو په بيا راتاندېدو کې اغېزمنې شي .
د افغانستان د ادبياتو د څلورم جشن په کار کې ستاسو برياوې غواړو او په دغو هڅو کې ستاسو ملاتړي يو .
په درنښت
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنوګډه جرګه