کور / خبرتیا او پيغامونه / په اتريش کې د پښتو ژبې په اړه نړيوال سيمينار ته

په اتريش کې د پښتو ژبې په اړه نړيوال سيمينار ته

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پيغام


د 2007 کال ، د نوامبر 17
اتريش  ، د وين ښار


په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې لپاره د ډېرې خوښۍ ځای دی چې  د دې ګډې جرګې يوه مؤسسه ټولنه (( په اتريش کې د افغان اولس کلتوري ټولنه )) د افغانستان د ملي ژبې پښتو په اړه يو علمي  ــ اکاډيميک سيمينار جوړوي .
پښتو داسې يوه ژبه ده چې د لرغونو اريايي ژبو ډېرې بېلګې او جوړښتونه يې لا په خپله تاريخي ځولۍ کې خوندي کړي دي . د دې په څنګ کې د نوي ژوند ، د نوي دوران ، د نوي پرمختګ لپاره يې هم  خپله غېږه خلاصه پرېښې ده . پښتو د معاصر دوران ، لرغونې ژبه ده ، او د لرغوني دوران  راپاتې معاصره ډالۍ چې يوازې د خپل اولس پر باتورو مټو ژوندۍ پاتې او د يوويشتمې پېړۍ د کمپيوټر تر دورانه يې ځان رارسولی دی . د اوستا او سانسکرت دغه همزولې يا د هغوی پر ميراث ناسته پښتو دا دی د کمپيوټر او بريښنايي رسنيو په مورچل کې هم له ګواښونو سره سره په هسک سر ولاړه ده  او پر خپلو بچو بيا بيا غږ کوي چې دا سرتوره ابۍ ، دا ببرسرې مور ، دا د مينې ډکه غېږه دا پلو ، دا لوپټه ، دا شمله ، دا مورچل تش  او بې مينې مه پرېږدئ .
موږ هيله لرو چې په اتريش کې د افغان اولس د کلتوري ټو لنې دغه هڅه ، د افغانستان  نور کلتوري او علمي مرکزونه هم  تعقيب کړي او په دې اړه د نويو اکاډيميکو څېړنو بهير ګرم وساتي . دغه نوې څېړنې به د افغاني ژبو د دقيقې پېژندنې  او تاريخي مطالعې لپاره زياتې ګټورې وي .
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه او د دې جرګې اړونده ټولنې  او مرکزونه په دغه مهم کار کې د خپلې ونډې اخيستلو ته ځان ژمن بولي .


په درنښت
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه