کور / z_buitenland_news -- 5 / سومرو د پاکستان د لومړي وزير په توګه وټاکل سو

سومرو د پاکستان د لومړي وزير په توګه وټاکل سو

معين سومرو

د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف د مشرانو جرگې ريس محمد ميا سومرو د منځمهالې دورې لپاره د لومړي وزير په توگه وټاکۀ .
ښاغلى سومرو به د جمعې په ورځ د خپلې نوې دندې لوړه کوي . دغه حکومت به تر ټولټاکنو پورې پر ځاى وي چې ښايي د ٢٠٠٨ کال د جنوري په مياشت کې وشي .


ښاغلى سومرو ٥٧ کلن دى او د واکمن مسلم ليک گوند غړى دى . دى د سند په ايالت کې زيږيدلى او په ٢٠٠٠ کال کې د هغۀ ايالت والي ټاکل شوى و .


ميا سومرو له ٢٠٠٣ کال څخه په مشرانو جرگې کې و او له هغه پيله د مشرانو جرگې ريس ټاکل شوى و .


د شوکت عزيز په مشرۍ اوسنى پاکستاني حکومت د پنجشنبې ( د لړم ٢٤ د نومبر ١٥ ) د ماخوستن پر ١٢ بجو خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي . په دغو پنځو کلونو کې ښاغلى عزيز د وروستيو درو کالو لپاره لومړى وزير و .


دا د پاکستان په تاريخ کې لومړنى ځل دى چې کوم لومړي وزير خپله دوره تر پايه رسولې ده .