کور / شعر / د ژو ند او مرگ مانا

د ژو ند او مرگ مانا

 (Abdul Ahad Paigham) عبدالاحد پيغام 
زموږ ژوندون زموږ دمرګ په شان دى
زموږ  قاتل زموږ په سر  د ى  ولاړ
لا د زخمو  ويني مو وچې نه  وي
د ى مو په زړه اوپه ځيګر دى ولاړ


چې د هيبت لاسونه سره وي د وخت
داسي شيبې د لمبو  اور  بلوي
چې دګلاب ځواني شي خاورې ايرې
بلبل پخپله په ځان شور بلوي


چې د ژوندون د شپې سحر وي زخمي
چې دنرګس سترګې په غم وي ړند ې
پر هر ګلشن د غم لښكري غونډ ي
د شبنم اوښكې جنازې جنازې


داسي شيبې خو مينه نه پيژني
داسي وختونو كې خندا  وركه وي
ژوند اوسيدل وي د لمبو پر څوكو
لكه مجنون نه چې ليلا وركه وي
 
دلته دمرګ اوژوند مانا يوه د ه
دلته انسان دبل انسان دښمن د ى
دلته شيبه شيبه وحشت زيږوي
دلته انسان دخپل وجدان دښمن د ى


دلته سحر دمرګي زيرى راوړي
دلته هرګام قصابخانه شي خدايه !
دلته دژوند درڼا څرك نه ښكاري
ژوندون دمرګ بنديخانه شي خدايه !


داكوم قاضي په موږ قصاص ايستلى ؟
چې ټوله ښار دجنازو نه ډك د ى
مرګيه ! ليري كه خونخوارې سترګې
چې مو هر ګام له هديرو نه ډك د ى


ربه ! دا څنګه امتحان دى د وخت ؟!
چې هر ګلا ب د زړه په وينو لامبي
موږ تر ساحله رسيدلي نه يو
چې مو د رياب د زړه په وينو لامبي
کابل ۱۵ –  ۸ – ۱۳۸۶