کور / طنز / ناپوهه کابینه

ناپوهه کابینه

پاچا په داسې حال کې  چې بریتونه يې تاوول د خپلو څلوېښتو وزيرانو نه يې وپوښتل :


زما نه به بل زور ور وې؟


هغو  ورته وويل:


بهر که په هیواد کې دننه؟


د پاچا رنګ تک سور او برېتونه يې وځړیدل او په وارختایي يې وویل:نه، نه دلته  په هیواد کې دننه یا دوم.


هغو په عاجزی ورته وویل: صيب ټوله هغه چې په افغانیو تنخواه اخلی هغه ټوله دی له تا جار شی موږ ته وخت راکه!


دوي سلا مشوره سره وکړه هغو ته هغه پخوانۍ کيسه ور په ياد شوه( چې پاچا د خپل يوازیني پوه او مدبر وزير نه پوښتلی وه: زما نه  زور ور څوک دئ؟


هغه ورته سمدلاسه ويلی وه: صيب مال او سر مې له تا جار.  ماشوم زوی مو.


بيا يې د هغه ماشوم زوی ورته راوست .هغه شودې او اوبه سره ګډي کړې او  بيا په ژړا شو چې دا سره جلا کړئ او پاچا ومنله چې رښتيا ماشوم زور ور دئ.)


نو دوي هم د پارلمان څو غړي ورته راوستل او په یوه سلا یې وويل :


ستا نه جار شو  دا استا زی له تا نه زور ور دئ!


يو وزير سمدلاسه ورته شودې او اوبه راوړې اوبل مالګه او بو ره…..


هغو هغه سره ګډ کړه او بيا په ژړا شول او ويل يې: دا سره جلا کړئ!


پاچا د استازو په غوږو کې وبونګید : سر له سبا  څلور زره ډالره تنخوا ه …..


هغوی دستي چوپ شول.


پاچا وزيرانو ته وويل: د پخوا يو وزير د اوس د څلوېښتو وزيران نه هم هوشيار او پوه وو.


تا سو پوه نه شوی نا پوهوزه به درته ووايم


ديخوا هاخوا يې ورو وکتل او بيا يې هغو ته اشاره وکړه چې هغه ته ورنژدې شي هغه په داسی حال کې چې لاس يې د خولې يوې خوا ته نيولی وو دیخوا ها خوا يې کتل په ترخه موسکا سره ورو وويل:


پرما د هغو مور زور وره ده!


وزيرانو يو بل ته سره وکتل اوپه وقفه توګه يې په ترخه خندا وويل:


هو، هو،… رښتيا!


هو،هو….. والا!


رښتیا، رښتیا، رښتیا، رښتیا وایي!…


موږ څومره نا پوه یو.


او په ژړا شول


پاچا ورته وویل: ځئ یو میاشت بهر تیر کړۍ چې خوشخوی شوی بیا راشئ بیا بله پوښتنه در څخه کوم.


هو بله پوښتنه( په یوه ږغ).