کور / هراړخیز / زموږ ارزښتونه او په وړاندي يې تهدیدونه

زموږ ارزښتونه او په وړاندي يې تهدیدونه

هرکله چی دلراوبر ځانکړی مرکې داستادانوسره دکمپیو ټرپرصفحه لولم ډېرمي خوشحاله کوې، ځکه دوی ددې مرکو له لاري زموږ او زموږ دټولنی جوړوونکی راپېژني، زه ویاړم چی افغانان اوس د پرمختللي نړی دهیوادونو هغه څه عملی کوي چي دخپل پرمختګ لامل یې ګڼی . اوداکاردې ویبپاڼي ترډیرو نشراتي ادارو مخکی ترسره کړی دی او هیله ده چی دیوې منلي پروسې بڼه خپله کړي .


دمشر استاد الحاج نورالحق خان او استاد عبدالباقي پوپل مرکې ۱۴ کلني خاطرې رایاد کړې. ددې مرکو په پای کی ډیری دوستانو دلروبرویب پاڼی او فیسبوک له لاری خپل نظرونه او کمینټونه ور کړي وه، ددوی کمینټونو زه وهڅولم ترڅوزه هم خپل نظرپه لاندنیو جملاتو کي ولیکم .


ماخو فکر کاوه چی ددارنګه درنو هستیو دقدر دانی جملات به یو اسانه کار وی خو کله مي چي دلیکلو هوډ وکړ پوه سوم چی څومره سخته ده .
ځکه د درنو استادانو په اړه مي چي هره جمله لیکل هغه راته نیمګړې ښکارېدل، او کله ناکله به ددې کمینټ لیکل راته امتحان غوندي سو،خوتر پایه ونه توانېدم داسی یوه جمله پیدا کړم چی زما دزړه له کومي مکنونات پکي منعکس سوي وي
خوکرارکرار دجملاتو پرلپسې لټولواو دژوند کتاب پاڼي اړولو   دا مجال راکړ ترڅوپیوند یی دیوې نیمګړي لیکني بڼه ځانته خپله کړي ،ځکه دا زما دمهربانه ښوونکو او زموږ دویاړمنو استادانو څخه زما په ذهن کي پاتي خاطري دي چي ستاسو درنو لوستونکو سره یی هم شریکوم


زه داتم څخه تر دوولسم ټولګیه ددرانه استاد الحاج نورالحق خان شاګرد پاته سوی یم.
او داستاد یوه خبره چی ما اوزما ټولګیوالو ته یی دکانکور څخه یوه ورځ مخکی دیو سوال په جواب کي وکړه هیڅکله نه هېرېږي . داپوښتنه همېشه هغه ځوانان چی دکانکورازموینه  ورکوي ، دخپلواستادانو او نورودوستانو څخه کوي.


پوښتنه: ( موږکوم مسلک اویاکومه پوهنځی انتخاب کړو؟) .


تر ننه ورځی می دده جواب نه دی هیر کړی او همیشه مي د ژوند تګلوری ګرځولی دی .


جواب:((تاسو هغه مسلک انتخاب کړی چی علاقه ورسره لری او په ځان کي ددې قابلیت وینی چی زه په دې مسلک کښې ډیر پرمختګ کولای سم، داځکه درته وایم چي دهر مسلک دزده کړي  څخه زموږاوستاسي اخرنی هدف په ژوند کي د حلالی نفقې اوعزت پیداکول دی ،که تاسو پخپل مسلک کی ځانونه ښه ونه رسوی همیشه به تاسی په عزت او پیسو پسې ځغلی او که ځانونه په خپل مسلک کی ورسوی نو پیسې او عزت به په تاسو پسی راځغلی نور خوښه ستاسو.))  داستاد خبره راته څوځله ثبوت سوې هم ده .  زما سره داستاد دارنګه  ډېري خاطرې دي چې ذکرول یې ډیر وخت ته اړتیالری .


داچي دمشر استاد ۵ کاله شاګرد پاته سوی یم بد بختانه د استادالحاج عبدالباقی پوپل  د شاګردی افتخار چی هیمشه می ارمان وو نه دی خپل کړی ،ولی د ۱۹۹۴ کال راهیسی چی کله می د احمدشاه بابا په کورس کی د انګلیسی ژبه شروع کړه هره ورځ د استاد د مهربانی ، صداقت ، وطنپرستی ،نوښتګری  ………… او د ښه ښوونکی صفات مي ډیر اوریدلي او عملاً یی تاثیرات راته څرګند سوی او دځوان استاد منیر احمد ځپلیار  د هغه خبری په تایید چی وایی(( داستاد په اړه که کتابونه وه لیکل سی هم به لږ وی ))موافق یم او دا عقیده لرم که هر استاد دغه رنګه صفات خلګوته عملاًثابت کړی شاګردبه یی همداخبره وکړي  .


زه د استاد پوپل دډیرو خدمتونو څخه یوخدمت چی دوستانو هم خبری ورباندی کړی دی پدې لیکنه کي رانقلوم .


ډیری ځوانان یې ددې جوګه کړي ترڅو وکولای سی ددولتي ماموریتونو ترڅنګ دخارجی او داخلی موسساتواداره پخپل لاس کی واخلی.


اوداکار یی الحمدالله داسی نه دی تر سره کړی چی وطنوالوته پیغور جوړ کړي. بلکه ددی کار په تر سره کولو یی ټولوته داښوولې ،چی استاد څومره ښه ښوونکی، پروطن او خاوری مین، صادق ،پلانوونکی او دپلان عملی کوونکی دی .


ده ټول هغه وطنوال (په خاصه توګه کندهاریان) چی نن سبا د دولتی او غیری دولتی  موسساتو په لوړو او کښته بستونو کی په افتخارکارکوی ددندو په مقرری کی مستقیم او یا غیری مستقیم لاس لرلی دی  دا هغه بستونه دي چي مخکي به بې سواده اویا باسواده پاکستانیانواو خارجانود نامشروع ارتباطاتو پراساس ترلاسه کول .
درنو لوستونکو! د ډاکټر نجیب دحکومت درانسکورېدو وروسته زموږ هیواد ته په لومړي ځل پاکستانیان دماموریتونو لپاره په دومره لویه پېمانه راغله او ومو لیدل چي هغه وخت دموسسو امرینو به د موسسې لپاره چوکیدار هم له کوره ورسره راوسته ، او زموږ بیوسه کدرونه دوخت د حکومتونو له لاسه پرکورونو بېکاره ناست وه.


په داسي حساس وخت کي د استادپه وسیله ډیری کسان ددی حالته خلاص او دیوې آبرومندي دندي څښتنان سول ، چی لراوبرویبپاڼي یې په ډیرو ښه الفاظو ذکرکړی دی (استادپوپل د۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۴ کال پوری ځوانانو ته هغه وخت د پوهنی ډیوه بله کړې وه چي په ټوله هیواد کی به د توپک او وحشت سيالۍ کیدلې، نوموړي زموږډیری ځوانان ددی جوګه کړل چی خپلی خاوری ته پخپل کورکښی لکه څرنګه چي ښایی خدمت وکړي .


زموږدپتمني خاوري هغه لوی دښمن ( پاکستان ) چی اوس یی ټوله نړی د ترهګری  او ویري اچوني حامي ګڼي .
هیڅکله موږ اوتاسی ته لاس ترزنی نه دی کښینستلی او پرلپسې تلاښ یی دادی ترڅو خپل دغه خصمانه فعالیتونو ته دبیلابیلو لاروچارو په کارونه بیا هم دوام ورکړي .
اوسني او پخواني درانه کدرونه مو په ډیرو خواریو او زحمتونو ځانونه د خپلی خاوری د خدمت کولولپاره جوګه کړی دي، خو دهمدې ګاونډي او دهغه دبدنامي استخباراتي ادارې  له لوري مو دګڼ شمیرعالمانو او روڼ اندو وژني ، تهدیدات او کړول هم پخپلو سترګو ولیدل چي دخپلو زرخریده نوکرانو په لاس یی دداسي هستیو څخه بې برخي کړو .


زموږ او دپاکستان دښمني د میډیا او خلګو له نظره ډیرعلتونه لري زه یې دوه علتونه تاسو ته بیانوم ، او غواړم ووایم څنګه پاکستان دافغانستان سره دښمني پالی .


پاکستان په۱۹۴۷ کال کی د اګست پر ۱۴ تاسیس سو او ټولي نړی د یو هیواد په توګه په رسمیت وپېژندی، پرته له دوو هیوادونو چی لومړی مخالف هیواد افغانستان وو،داکار دپاکستان او افغانستان ددښمنی لومړنی اعلان(ټرېلر) وو، دوهمه خبره چی ټول افغانان یې ذکر کوو دډیورینډ کرښه ده او داسی نورډیر علتونه دي چی ددې دوو هیوادونو ددښمنی فلم ځینی جوړېږي . او  تر ننه ورځی دپاکستان او اافغانستان دوستي یوازی د میډیا له لاری کیږی په عمل کی هیڅ نه .


پاکستان دخپل تاسیس څخه افغانان نه پرېږدی چی خپل هیواد په نړی کی سیال وګرځوي،  او خپلو وطنوالوته ارام ،اسوده او خوشحاله ژوند جوړ کړي . اودشروع څخه ترننه ددوی ښه ملګری هغه تش په نامه افغانان او ددوي لاسپوڅي ګڼل سوي چي تر خپلی خاوری او هیوادنیو ارزښتونو ورته پیسی ، چوکی، خپل او دخپلی کورنی ژوند ښه کول مهم وو
دا ډله بدرنګو دېته هم پام ونکړچي ددوي دخوښي حاصلول مشروع دي که نامشروع؟ په دې کار دبل افغان وینی توییږي که نه؟ دهیواددپرمختګ مخه نیسي که څنګه ؟


زموږ دغه رنګه وطنوال اماده دی چی دپاکستانیانو اودېته بهرنیو هیوادونو ملګرتیا دخپلو ناچیزه مادي ګټولپاره ترقیامته وپالي .
ددی درنې بیلګي موږ اوتاسی دتیرودرو لسیزوڅخه وینوهغه چاچی زموږ حکومت را تخریباوه اوس زموږد حکومت په راس کی دي او هغه چاچی ددی دولت نه مخکی حکومت کاوه اوس مودنظام دړنګیدو څخه علاوه دعام ولس دوژني څخه هم مخ نه اړوي ، اوزموږ دخاوری دښمنانو ته هغه وعده پرځای کوي چي دوی ورسره پرابدي تړون ګوته کښېکښلې ، او تر هغه وخته ادامه ورکوی چی بادارانو یی وراسته ټیغونه نه وې کښلي .


درنو لوستونکو! پاکستان دافغانستان سره تر نورو ټولو هیوادونو ډېره ګډه پوله لري (( افغانستان دپاکستان سره۲۳۶۰کیلومتره ، دایران سره ۵۰۰ کیلومتره ، دتاجکستان ، ازبکستان، او ترکمنستان دروواړو سره ۱۸۸۸کیلومتره اود چین سره ۸۵ کیلومتره سرحد لری )) ، زموږ سره ګډکلتور لري ، زموږ سره ګډه ژبه لري ، زموږ سره کورنی دوستی او خپلوی لري ….. چی ددغو علتونو له وجهی یې همیشه زموږ نس پخپلو کولمو راګنډلی او ګنډی .


درنو لوستونکو! زما دژوند یوه خاطره ده  زه یې تاسو ته وړاندی کوم هیله ده پورته خبری یوڅه ښه روښانه کړي .


دکندهار په عالی دارالمعلین کی تدریسی مدیر وم چي دمعارف ریاست ته دیورسمي کار لپاره تللی وم ،دریاست په مقام کي دوخت ریس(  ارواښاد شهید محمد انورخان چی دوطن ددښمنانو له خوا دکندهارد ولایتي شورا په ماڼي کی دیوې تروریستي پېښي له وجهي په شهادت ورسېد ) ته دلیدلو لپاره ناست وم ،ګڼ شمیر نوراداری او تدریسي مامورین ناست وه او په نوبت سره هریوه خپل کار اجراکاوه. په ناست کسانوکی دکندهار دیوې ولسوالی دمعارف مدیر چی پخوانۍ سابقه یې استادی نه بلکي جهادي قومانداني وه،نوبت ته درسیدو سره سم یی ریس صاحب ته یو مکتوب او دوه زاړه ګونجی کاغذان کیښودل چی په مکتوب کښي ددو ښوونځیو دسوځیدو رسمي خبر لیکلی وو. ماخو مکتوب ونه لوست ولی تقریری یی ریس صاحب ته داسی وویل


دمعارف مدیر:((تېره شپه طالبانولومړی دا دوه مکتبونه چی په بیلابیلو کلیو کی دی وسوځل،  وروسته یی دمکتب استادانواو کارکوونکو ته شبنامې چی مخکی یی لیکلی وی دمکتب دباندی پردیوال سریښ کړی چی اوس ستا ومخ ته دادی پرتې دی او پکښي لیکلي یې دي چي نور دادکفارو ریښې دلته ونه وینم.)) .


ارواښادهک پک سو یو ځل به یې موږ ته او یو ځل به یی دمعارف مدیر ته کتل څوچي ټول ناست کسان چی مخکی دوو یا څلورو تنو به په پس پسي خبري کولې خاموش کړلو ، کله چي ټول مجلس خاموش او متوجه سو مدیر ته یې په ډیره کراره وویل :


ارواښاد: ((تاته یې زور درکړی که خوند ؟ ))


ناست مجلس چی ټولو د معارف دمدیر خبره نه وه اورېدلې حیران سوه چی څه پېښه ده ښه پېښه دی که بد ؟ نور هم غوږ غوږ سول دمعارف دمدیر خاموشی دومره پوه کړو چی  پېښه خو بده ده ، ریس صاحب مدیر ته کتل او مدیر چی اول په پوښتنه ډیر دردمن سو هغه ته ، او وروسته یی کښته او یا پورته موږ ته کتل ګواکي پوښتل یی چي په ریس صاحب څه وسوه؟ ولی داچی شهید انورخان دده آمر وو نو د هغه دموقف داحترام او یا هم دچوکی له بېری  هیڅ ونه ویل ، خو ارواښاد چوپ نسو پاته او بیایې ورته وویل.


ارواښاد: ((تاته یې زور درکړی که خوند ته ولی جواب نه راکوې ؟ ))


مدیر صاحب چی نور خاموشی فایده نه ورته لرل وویل


مدیر صاحب : ((داخو نو دوطن دیو دښمن کار دی، دا کار دظالمانو دی ، داکار داسلام دضد خلګو دی….))


ارواښاد: (( تا ماته په لومړی ناسته کی وویل چی ما لس کاله جهاد وکړی ، ددې خاوری لپاره می خپلي وینی توی کړي دي ، قربانی می ورکړېده ، شهیدان موورکړي دی …. همداسي وه؟ ))


مدیر صاحب: (( هو. ))


ارواښاد وروسته تریو څه چوپ کېدویی ده ته وویل .


ارواښاد: (( ته خوا مه بده وه موږ ټول دامنو چي جهاد فرض دی ، جهاد پاک او ستر عبادت دی ولي تاسو دوینی تویول لومړی دمعلم څخه شروع نه کړه؟   ایا ستاسو جهاد د مکتب، پله ، لاری ، کلینیک او نورودولتی تعمیرونو دنړولو او خرابولو څخه شروع نسو ؟ ستاسو قربانی دخپل هیواد ترهرڅه مخکی دهمدې خپل مکتب ،پله ، دولتی تعمیر او لاري ویجاړول او ورانول نه وه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


بیا هم ارواښاد: (( استاده زه په دې عقیده لرم چی تابه داکارونه نه وی  احمد به نه وي کړی محمود به نه وي کړي ولي زموږخلګو خو ددې مقدس نامه ترسیوری لاندی دا کاردخپل مقدس جهاد یوه برخه ګڼل او هرچا چي به دهغه یوه لوټه را غورځول په جنت کي یی دسروزرو ماڼی په خوب لیدې …….


وروسته موږ اومدیرصاحب ټول چوپ سوو او تر یو څه دمی وروسته مدیر صاحب چی ریشتیا هم دروند، قانع او دلیل منونکی انسان وو داسی وویل .


مدیر صاحب: ((استاداو ریس صاحب محترم! موږ هم ښه کارونه والله که کړی دی په هغه وخت کی لا او دوی هم والله که ښه کارونه کوی اوس اصلاًزموږ دښمن هر وخت مو هم پر نال وهی او هم پر میخ ، خو موږ نه په پوهېدلواویا مو ځان نه پوه کاوه او اوس هم نسو کولای چی خپل وطنوال چی متاسفانه لکه پرون چي موږ ددې خاوری خرابیدو ته ولاړ یو نن دوی ښاغلی ورته ولاړدی او پردې ناروا کار باندي زموږ په شان دروا حکم کوي،او زموږ د خاوری خرابوالی ته ولاړدي اوپه دې کار کی زموږ د اصلي دښمن ملګری کوی او دپردیو جنګ زموږ په کلي او کور کي کوي .دوی دي خدای تعالی ج په دې پوه کړي چی که سبا دوی هم راسی او ددولت چاري دخیره سره په لاس کی واخلی همدا کارونه چی اوس یی دا دولت د هیوادد پرمختګ لپاره ترسره کوي تاسو هم ترسه کړی ، هغه پوښتنه چی نن زموږ څخه د یوه پېغور په شکل کېږی سبا ستاسی څخه هم کیدونکی ده، دا چی موږ نن ددی غلطی د اصلاح کولو لپاره کار کوو سبا به یې تاسو هم وکړی خو دخدای لپاره تاسو یی اوس لا پریږدی.))


درنو لوستونکو ددې لپاره چی دموضوع څخه لیری نسو کیسه پر همدی ځای پرېږدم او هیله لرم چي مدیر صاحب دده دا نقل قول وویني، شاید خوښ یی سی چی زما هغه ارمان چی زه یې په مجلسونو کي خپلو وطنوالو ته رسوم اوس یی دلر اوبر ویب پاڼی څخه ډیری ځوانان ګوری او او انشاالله دډیرو تر غوږو به یی نورهم ورورسوي او انشاالله زموږ راتلونکي به داسی نه وي لکه اوس . اوددښمن هغه پلان چی پرموږ اوتاسو یی د کلونو راهیسي عملی کړی او لا یی هم ډېر ښه عملي کوي  نور په ټپه ودروي او ددوی سره دښمن غوندی چلند وکړي څنګه چی دوی ېې له موږ سره کوی.


د لر اوبر ویب پاڼی د اداری څخه ډېرخوښ یم چی زموږ د دغولوړو ( ولي په تاسف سره خوارو ) علمي کدرونو پیژندني ته یی ملاتړلې او دهغه خداي راکړي ویاړونه دي چی د خدماتو په ذکرولو یي دنیا ستړې کېږي.


دا هغه افتخارونه دی چی الله ج یی په خپل مقدس کتاب قرانکریم کی په وارو وارو د مرتبو او رتبو ذکر کړی، نبي کریم صلی الله وعلیه وسلم یی زیات توصیف کړی ، پرمختللی نړی  ورته د ټولنی د جوړوونکی لقب ورکړی ، او داسی ډیرو ددوی دښه کارناموپه اړه کتابونه لیکلی او په دی عقیده دی چی وایی ((که غواړی د یوی ټولنی ارزیابی وکړی د هغی ټولنی دغه افتخار( ښوونکی  ،معلم ، عالم )  ارزیابی کړی نو تاسی به نه داچی د ټولنی اوسنی ژوند ارزیابی کړی وي بلکه د هغي ټولنی راتلونکی به مو هم ارزولی وي .


همدا وجهه ده چي پرمختللی هیوادونه خپل داستادانو قدرکوی همیشه يې  تقدیر کړی او په ټولنه کی یی ښه ژوند ورته مساعد کړی، او دهغو عزت او احترام  یی خپله همیشنی دنده ګرځولی  ده  .


په پای کي زه په دې باور لرم چی لر اوبر به داستادانو دانتخاب لپاره یو لیست جوړ کړی وی او همداشان به په مسلسل ډول موږ ته زموږ افتخارونه رایاد او راوپېژنی .


په پای کي   زه دوی ته ځینی استادان چی شاید ددوی په لست کی به هم شامل وی ور په ګوته کوم او هیله لرم هغه درانه استادان چی اوس زموږ اوستاسو په منځ کي نسته هم راته ښه راوپېژنی ،
لمړی : په ډیر تاسف سره نن د فیسبوک له نړی څخه چی اوس ټول دنیا ورته مخه کړی ده خبر سوم چی زموږ یو دروند استاد ارواښاد شهید عبدالاحد نهضتمل د وطن او خاوری ددښمنانو د سړک دغاړی دبم په یوه چاودنه کی چی د کندهار کابل پر لویه لاره پر ۳۰۳بس موټر ترسره سوه دشهادت جام نوش کړ ( انالله وانا الیه راجعون) .


•   دوهم  : دروند استاد الحاج خالقداد چی اوسمهال د ۸۷ کالو دی دمیرویس نیکه او احمدشاه بابا په لیسو کی ۳۳کاله  د الجبراو نورو ساینسی مضامینوتکړه استاد پاته سوی دی .


•   دریم : دروند استاد غلام محمد خان چی تر اوسه هم استادی ترسره کوی چی خپل دژوند لویه برخه یی دکندهارولایت دکیمیا اوبیولوژی داستادی په مقدسه دنده کي تېرکړی دی.


•   څلورم : د عالی درالمعلمین دروانشناسی استاد میراجان خان چی د کندهار ډیر استادان یی زده کوونکی دی .


•   پنځم : دعالی دارالمعلمین او میرویس نیکه دلیسې دانګلیسی ژبی تکړه استادعلی احمد خان .


•    شپږم : د کندهار پوهنتون استاد پوهاند انجنیر شاه محمود بری چی د پوهنتون دتاسیس څخه یی تر اوسه هر کله په تدریسی او اداری برخوکی د پوهنتون هري تشي ته یې جواب ویلی دی او دا پوهنتون یې په سختو حالاتو کي ژوندی ساتلی دی .


ستاسو ټولو لوستونکو او لر اوبر درنې پښتني ویبپاڼي څخه دزړه له کومي مننه کوم او په پاي کي ستاسو ټولو دلازیاتو بریاوو په تمه یم .