کور / سياسي / بې پیلوټه طیارې

بې پیلوټه طیارې

بسم الله الرحمن الرحیم ـ بې پیلوټه طیارې نن د جنګي تکنالوجۍ یو شهکار او ابتکار ګرځېدلی دی . ډیر هېوادونه بې پیلوټه طیارې جوړوی ، خو امریکایی ډرون ( نر میشکی ) تر ټولو اوڅار ، ګران او مجهز دي .


نن په هوایی بریدونو کی بې پیلوټه طیارې اساسی او مرکزی رول ادا کوی او هر ډول فردی او ګروپی اهداف ځپی . د دغو ګوزارونو او بریدونو اصلی هدف په اسلامی هېوادو کی د هغو مسلمانو مبارزینو وژل دی چی واشنګټن یې « تروریسټان » یا « ښورښیان » یا « جنګیالان » یا « بنسټ پالان » بولی . خپلی دغه حملې داسی توجیه کوی چی هغوی ګواکی امریکایی ګټو او امریکایی دوسته رژیمونو ته ګواښ دی . خو په حقیقت کی هغوی د عمل عکس العمل دی .


په هر صورت ، د یو بې پیلوټه نر میشکي ( ډرون ) بیه څلور ملیونه ډالره ده خو د هغه د الوتلو ، فعالولو ، هدف ویشتلو او ژغورنده راستنېدلو مصارف خورا زیات دي . امریکایی پوځ د ۲۰۰۱ راهیسی په بې پیلوټه طیارو ۲۶ بلیونه ډالره مصرف کړي دي . امریکا همدا نن پنځه اویا زره ( ۷۵۰۰۰ ) بې پیلوټه ( ګوزاریزه او جاسوسي ) طیارې لری ، حال دا چی حملې ته چمتو یوولس زره ( ۱۱۰۰۰ ) پیلوټ لرونکي طیارې لری .


همدا نن پر افغانستان ، پاکستان ، یمن او سومالیا باندی ۱۶۱ بې پیلوټه طیارې عملیات کوی . د امریکا درېیمه برخه طیارې نن بې پیلوټه طیارې دي . د پوځی الوتکو ۳۱٪ بې پیلوټه طیارې تشکیلوي چی ډیر ژر به دا سلنه نوره هم ډیره سی .


یو راپور وایی چی په افغانستان کی ۲۰۰۰ د بې پیلوټه طیارو حملې سوي دي . که یې په هره حمله کی صرف یو نفر وژلی وی ، نو دوه زره کسان یې له منځه وړی دي او که یې هر برید دوه کسان وژلی وی نو څلور زره انسانان یې وژلی دي….


بې پیلوټه طیارو په قبایلی سیمو کی ( د ۲۰۰۴ راهیسی ) ۳۳۰ حملې کړي او څه نا څه درې زره انسانان یې وژلی دي چی ۸۳۲ یې ملکی وګړی دي ( ۱۷۵ کوچنیان ) او د زخمیانو شمیر یې هم څه باندی ۳۰۰۰ ته رسیږی . عجیبه لا دا ده چی بارک اوباما وویل چی د ملکی تلفاتو دا شمیر « ستر تعداد » نه دی لکه په عراق او افغانستان کی چی دی ، چی په دواړو کی لس ګونو زرو ته رسېدلی دی !!


د ۲۰۰۰ کال څخه تر اوسه جمعأ ۷۰ بې پیلوټه طیارې لوېدلي یا ویشتل سوي دي . په نړۍ کی ۶۰ اډې عملأ د دغو طیارو لپاره پرانیستی دي چی د سي آی اې ګومارلی او خاص ځواکونه هم ورسره لګیا دي . که یوه بې پیلوټه طیاره ۲۴ ساعته ( په هوا کی ) فعالیت وکړی ، نو د هغې لپاره تقریبأ ۱۷۰ کسان مصروف وی .


بې پیلوټه طیارو په ۲۰۰۱ کی تقریبأ ۲۵۰۰۰ ساعته پرواز کړی و ، خو د روان کال تر ماچ پوری یې ( ۱۱۲۷۴۰۰ ) ساعته الوتنی وکړې . په ۲۰۰۱ کی صرف دوې بې پیلوټه طیارې راولوېدې ، خو په ۲۰۰۸ کی اته طیارې ولوېدې حال دا چی په ۲۰۱۰ کی ۱۳ دغسی طیارو سقوط وکړ .


بارک اوباما د بې پیلوټه طیارو استعمال او ګوزار ته ډیر سرعت ورکړ . د اوباما په صرف اول کال کی د بې پیلوټه طیارو ۵۱ حملې سوي دي  ، حال دا چی بوش په خپلو دواړو جمهوری دورو کی ۴۵ دغسی حملې کړی وې . ګارډین ورځپاڼه لیکی چی اوباما په خپلو لومړنیو نهو میاشتو کی د بې پیلوټه طیارو دومره ډیر امر ورکړی دی څومره چی بوش په خپلو وروستیو درو کالو کی ورکړی و . په ۲۰۱۰ کی یې د یو کال مخکی څخه دوه چنده یعنی ۱۱۵ حملې کړي دي .


خو « نیوز » ورځپاڼه لیکی چی امریکایی بې پیلوټه طیارو په ۲۰۱۰ کی ۱۳۶ حملې کړي چی د پنځو کالو معادل دي ( یعنی په ۲۰۰۴ ـ ۲۰۰۹ کی یې جمعأ ۹۶ حملې کړي وې ) . امریکایی پروفیسوران نیتا کرافورډ او کیترین لوټز په یوه څیړنه کی وایی چی بې پیلوټه طیارو چی په قبایلی سیمو کی څومره حملې کړی ، ۸۰٪ یې د اوباما پر مهال سوي دي . هغوی زیاتوی چی د اوباما ادارې یوازی په ۲۰۱۰ کی هلته پنځوس دغسی حملې کړي چی ۴۰۰ کسان یې وژلی دي .


څیړنی او راپورونه وایی چی په قبایلی سیمو کی د بې پیلوټه طیارو ګوزارونو تر ننه ۳۲۰۰ کسان وژلی دي چی ۳۲٪ یې ملکی وګړی دي ؛ خو امریکایی پروفیسوره ( میری ایلن اوکانیل ) وایی چی یوازی په ۲۰۰۹ کی بې پیلوټه طیارو د هدف وړ فقط شل کسان له منځه وړی دي حال دا چی د ۷۵۰ څخه تر ۱۰۰۰ پوری یې ملکی کسان وژلی دي .


د انګلستان ګارډین اخبار د ۲۰۱۰ د ډسمبر پر ۲۸ خبرارﺉ ورکړ چی « د بې پیلوټه طیارو حملې نور جنګیالي هم تولیدوی…. پاکستاني مقامات وایی چی د ۲۰۰۶ د جنورۍ څخه د ۲۰۰۹ تر اپریل پوری دغو حملو ۷۰۱ کسان وژلی چی ۱۴ یې القاعده وال او ۶۸۷ یې ملکی وګړی وو ، یعنی د هر جنګیالي سره پنځوس ملکی انسانان وژل سوي دي . اکثریت پاکستانیان د دې حملو سخت مخالف دي لاکن چارواکي یې تاییدوی….  په ښورښ ضد چارو کی د جنرال ډیویډ پترس سلاکار انډریو کیل کولین داسی اعتراف کوی : د بې پیلوټه طیارو د حملو هر بې ګناه قرباني یوه بسته کورنۍ لری ، یوه نوې انتقامی دښمني راپاروی او د هغه جنګیالي غورځنګ لپاره نور کسان هم جذبوی چی د بې پیلوټه طیارو حملې یې ښه پسی غښتلی کوی . »


د سي آی اې پخوانی لوی افسر ( فلیپ جرالډ ) وایی چی : « بې پیلوټه طیارې همدا نن په افغانستان ، پاکستان ، یمن او سومالیا کی خلک وژنی . باید متوجه اوسو چی امریکا د دغو څخه د هیڅ هیواد سره په جنګ کی نه ده ، چی په عقلمنده نړۍ کی د دې معنی دا ده چی دغه وژنی د نړیوال قانون او هم د امریکا د اساسی قانون دواړو له مخی نامشروع او غیر قانونی دي . »


د سي آی اې تازه تقاعد سوي مشاور فلیپ السټن ، چی د بې پیلوټه طیارو د حملو صلاحیت یې ورکړی دی ، اعتراف کوی چی ما پخپله په دې « قتل » کی لاس لرلی دی .


دا لا څه ، کله چی د ۲۰۱۰ په وروستۍ هفته کی د سي آی اې بې پیلوټه طیارو په قبایلی سیمه کی په لس ګونو بې ګناه انسانان ووژل ، نو یو امریکایی داسی ولیکل : « یو داسی هیواد په سترګو وینو چی په فعاله توګه د خپل ځان پر ضد د یو بل هیواد لخوا د جنګ سره مرسته کوی . نو دا به څومره سرلوړﺉ هېواد وی ! » فاعتبروا یا اولی الابصار ، ( ن . صمد )


یادونه : دغه څیړنیزه لیکنه د کاناډا د ټورنټو څخه په خپرېدونکې میاشتنۍ جریده ( افغان رساله ) ، ۱۵۷مه ګڼه ، د روان کال د مې په شماره ( درېیمه صفحه ) کی خپره سوې ده .