کور / اسلامي / الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۳)

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۳)

دالکحل(شراب) اغيزې پربدن باندی:
لومړی : لنډمهالې اغيزې (Short Term Effects) :
۱: یوڅه لږه اندازه الکحل هم انسان اراموی، اویوڅه لږه اندازه ئې بې هوښه کوي هم، چې ددې څخه مطلب دادی چې الکحل(شراب) که څه هم لږه اندازه وي هغه دانسان دفکراوقوت شعورکمزوری کوي چې په دغه وخت کی دماغ بې حسه وي اودیوشی ادراک ښه نشی کولای.
۲: دالکحل بله اغېزه ددماغ پرهغه برخه باندی ښه جوتیږی چې ورته ددماغ دقضا‌‌ء برخه ورته وایی، چې دابرخه دښواوبدوتمیزکوي، دابرخه انسان کنترلوي اومتوجه کوي ئې چې ودې ته (Judgment) ویل کیږي؛ چې په دغه وخت کی دشرابو عادي انسان په هیڅ نه پوهیږي اوهرڅه کوي داځکه چې دښواوبدوبېلوالی نشی کولای اودبدن دقضاء نظام ئې ویجاړ دی.
یوه وړوکې بېلګه ئې داده چې په نړۍ کې تر۴۵٪ زیات سلنه موټروانان چې شراب څیښی له همدې کبله ټکرونه کوي داځکه چې دوی دافکرکوي چې دوی ډېرښه اواهسته روان دي ، خوبرعکس ددوی تېزوالی ودې کچې ته رسېدلی وي چې اخرئې موټرترکنتروله ووځی اوټکروکی چې خپل ځان هم ووژنی اودنوروژوندهم ختم کړي.
۳: (Vaso-Dilation) داهغه ناروغې ده چې دوینې درګونوقطرپکښې زیاتیږي، چې له همدې کبله دوینې جریان په سرعت سره صورت نیسی، اوله همدې کبله دشرابي مخ تل سورجوتیږي، چې په دې ډول سره دده دبدن زیاته تودوخه ضایع کیږي.
۴: (Nausea and Vomiting) دزړه بدوالی اوخواګرځی، چې داهم دتل لپاره دشرابی سره مله وي.
۵: (Unconsciousness, Coma and Death) بې هوښې، دکوماحالت اوبالاخره مرګ، دالکحل اوشرابودخوړلوسره داعادي خبره ده چې فلانکی شراب خوړلی وه اومړشو، پخپل وطاق، کور اویادفترکي؛ دامرګ ځکه راځی کله چې ۵۰۰ ملی ګرامه الکحل  د(100cm3)سل سانتی مترمکعب وینې سره یوځای شی نوپه همدغه مهال مرګ مینځته راځی، داځکه چې الکحل ددماغ هغه برخه چې دتنفس سیستم (Respiratory System) کنترولوی هغه له مینځه ځی اونسان خفه شي، سائې بنده شي، نوځکه ژوندئې رخصت اومرګ ورته راشی.
اوږمهالې اغيزې (Long Term Effects):
۱: (Cirrhosis of the Liver)، کله چې الکحل څیښل کیږي اودالړۍ دوام ولري نوشراب دومره انرژې تولیدوي چې بیاونورواړینوخوراکی توکوته اشتیانه وي نو مطلب داچې وبدن ته نوراړین توکی اوویټامینونه نه رسیږي چې له دې سره ینه پړسیږي اوتقسیمیږي چې دادینې یوه خطرناکه ناروغې ده اومرګونی حالت رامینځته کوي چې ژړی پخپله صورت نیسی اوپردې باندی مخکی هم رڼاواچول شول.
۲: (Gastritis): الکحل مستقیماپرمعدې، وړوکلمو، لویوکلمواوپانکراس باندی اغیزې کوي، دپانکراس دنده داده چې انسولین تولیدوي اودانسولینودنده داده چې دوینې شکره (Sugar) کنترولوي اوالکحل دوینې شکره لوړه خېژوي چې پانکراس مجبوره دی چې ډېرانسولین تولیدکړي ترڅودالکحل څخه پیداشوې شکره کنترول کړي، کله چې انسولین زیات شي دشرابوعادی انسان دوینې دلږې شکرې سره لاس اوګرېوان شی اودهایپوګلای سیمیا(Hypogly Caemia) ښکارشی، چې داناروغې دعصبی حالتونو، دبدن دتودوخې ددرجې دکمښت، سردردې، ګنګستیا اوځینی وختونه دکومادبرسیره کېدوسبب هم ګرځی؛ پاته دی نه وي چې  پانکراس دډېرفعالیت له کبله خپله دنده پرېږدي چې بیادیابت (Diabetes) په ناروغې اخته کیږي.
نوربیا…