۴۱ پولیس طالبانو ته وتښتېدل

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 4th, 2012


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په خپل تازه راپور کی وایی چی پرون د افغانستان په بادغیس ولایت کی ۴۱ محلی پولیس د خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته وتښتېدل . ورځپاڼه وایی چی دغو پولیسو ته د ۲۰۱۰ راهیسی د امریکایانو لخوا روزنه ورکړه سوې وه خو د هغوی تیښتی دغه روزنې ته سخته ضربه ورکړه .
ورځپاڼه زیاتوی چی طالبانو ویلی چی زموږ سره ۸۱ پولیس یو ځای سول خو محلی چارواکی وایی چی ۴۱ پولیس تښتېدلی دي . ورځپاڼه زیاتوی چی دا د پولیسولومړنۍ لویه ډله ییزه تیښته ده چی طالبانو ته کیږی .

د یو بل خبر له مخی چی د بی بی سي نړیوالی څانګی ورکړ ، پرون په وردګ ولایت کی یو افغان عسکر پر امریکایی پوځیانو ضربه وکړه چی له امله یې پنځه پوځیان زخمیان کړل خو دا معلومه نه ده چی هغوی سخت ټپیان دي که سطحی . دغه افغان عسکر په تیښته بریالی سوی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024