زابل: پوليسو پر يوه تنکي هلک ډله ايز جنسي تېرئ کړئ ( ويډيو)

د لراوبر اداره | جولای 4th, 2012


له زابل ولايت څخه د پوليسو لخوا پر يوه تنکي هلک باندي د جنسي تيري په ددغي پېښي ويډيو او يو احتجاجي ليک رارسېدلئ دی . 
په دغه ويډيو کي  چي د يوه بل پوليس لخوا په موبايل ټيلفون اخستل سوېده ښکاري چي يو تن چي د ملي پوليسو لباس يې اغوستئ اووسله ورته پرته ده پر يوه عسکري چپرکټ پر يوه تنکي ځوان جنسي تېرئ کوي . موږ په لراوبر کي ددغي ويډيو له خپريدو ډډه کوو خو که يې عدلي او قضايي ارګانونه يا په افغانستان کي د بشري حقونو اداره وغواړي ور وبه يې لېږو .


ددغي پېښي په اړه د زابل ځوانانو لخوا په يوه ليک کي چي ولسمشر حامدکرزي ، د کورنيو چارو وزير او د بشري حقونو ادارې ته ليکل سوئ دی پېغور ورکړل سوئ دی چي په زابل کي يې ددوی په وينا داسي خلکو ته امنيتي چاري په لاس ورکړيدي چي د خلکو د خدمت او امنيت پر ځای يو شمېر پوليس په جنسي تېريو، بېلابېلو نشو ، غلاوو او بداخلاقيو کي لاس لري .


په دې احتجاجي ليک کي ويل سوي چي د زابل ولايت د ….  کنډک مشر د زوی او د هغه د نورو پوليسو لخوا دغه جنسي تېرئ تر سره سویدی .


د يادوني وړ ده چي په تېرو دوو مياشتو کي د هيواد په ځينو نورو ولايتونو کي هم د پوليسو او زورواکانو لخوا د جنسي تېريو بېلابېل راپورونه ورکړه سويدي چي په ځينو کي يې د يوه لوړ پوړي چارواکي په ګډون بېلابيلو سيمه ايزو قومندانانو لاس درلود .

Copyright Larawbar 2007-2024