کور / تازه خبرونه / دلوډشيډنګ خلاف په پېښور کې لاريون وشو

دلوډشيډنګ خلاف په پېښور کې لاريون وشو

پېښور : دپېښور او شاوخوا کې دبرېښنا دسخت بنديښت له امله چې په ٢٤ ساعتونو کې ١٨ ساعتونه بريښنا بنده وي دبر او کوز تاکال ټول اوسيدونکي سهار شپږ بجى سرک ته راوتلى او دتورخم پېښور لاره يې دټرافيک په مخ تړلې ده ځايي پوليسو هڅه وکړه چې د دغه مظاهره کوونکي تيت او پرک کړي او په پاى کې لاره خلاصه کړي اما دپوليسو او مظاهره کوونکي ترمينځ چې اخ او ډب هم رامنځته شول څو پوليس ژوبل هم شول خو پوليس ونه توانيدل چې لاره خلاصه کړي تر دې دمه دتورخم او پېښور ترمينځ لاره دټرافيک پر مخ تړلى او دنزدى ځايي خلکو سفر په خپلو پښو دى . دپوليسو مقاماتو دلاريون کوونکو مشرانو سره رابطه کړى خو دلارو دخلاصولو کې بريالى شوى نه دى د يادونې وړ ده چې په پښتونخوا کې دنيشنل حکومت جوړ دى خو خپله د پښتونخوا اوسيدونکى دخپلې بريښنا نه محروم ساتلى دى