کور / هراړخیز / په ښارواليو کي دصفايۍ محصول نوې پروسه

په ښارواليو کي دصفايۍ محصول نوې پروسه

په ښاروالیو کې د صفایۍ د محصول (Tax Mapping) نوې پروسه، موخې او اغېزې یې


فضل هادي فضليار


انجینر فضل هادي فضلیار  Infrastructure Development Specialist ,  UNDP/ ASGP


که له یوه اړخه د ښاروالۍ اساسي دنده ښاریانو ته د بېلابېلو خدمتونو ترسره کول دي، له بله اړخه ښاروالي د خپلې دې دندې د سرته رسولو لپاره مالي شونتیاو (امکاناتو) ته اړتیا لري چې دغه اړتیا د ښاریانو څخه د بېلابېلو عوایدو د راټولولو له لارې پوره کیږي.


په ښاروالیو کې د عوایدو راټولول او د خدمتونو ترسره کول یو له بله سره نېغ په نېغه تړاو لري، یانې هر څومره چې عواید لوړیږي هماغومره د ښاروالۍ خدمتونه پراخیږي ځکه نو دا ډېره اړینه ده چې هره ښاروالي د خپلو عوایدو د لوړولو په فکر کې اوسي او ددې موخې د ترلاسه کولو لپاره لازم پلانونه او پروګرامونه ولري.


د ښاروالۍ د عوایدو یوه ډېره مهمه سرچینه د صفایۍ محصول دی چې د قانون سره سم، هر کال له ګرانو ښاریانو څخه د ښاري خدمتونو د ترسره کولو په بدل کې راټولیږي خو له بده مرغه چې اوسمهال دغه پروسه د افغانستان په ښاروالیو کې په ډېر ګډوډ او غیر تخنیکي ډول روانه ده، چې له یوې خوا عواید څومره چې په کار دي، نه راټولیږي او له بلې خوا ډېری مهال د ښاریانو ترمینځ د بې عدالتۍ لامل کیږي، چې د یوه څو کوټو لرونکي خام کور او د یوه لوی پاخه تعمیر څخه یو ډول او یا په کم توپیر سره د صفایۍ محصول اخیستل یې یوه ښه بېلګه ده.


د جلال اباد ښاروالۍ ددې او داسې نورو نیمګړتیاو د له مینځه وړلو او د صفایۍ د محصول له لارې د ښاروالۍ د عوایدو د څو چنده لوړولو په موخه د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) / د سیمه ایزې واکمنۍ پروګرام (ASGP) په مالي او تخنیکي ملاتړ د ټیکس میپنګ (Tax Mapping) په نامه د صفایۍ د محصول اخیستنې نوې پروسه پیل کړې ده.


دا پروسه چې اوسمهال د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې روانه او بشپړېدو ته نږدې ده، ستره موخه (مقصد) یې ښاروالۍ ته د مالي فرصتونو برابرول دي چې پر مټ یې ښاروالۍ د پراخو حل لارو په لرلو سره ګټورې پروژې پلي کړي. د ټیکس میپینګ (Tax Mapping) پروسې موخې (اهداف) په لاندې ډول دي:


په ښار کې د ټولو ملکیتونو موجودي (بیا ځلي لیستول)
د ملکیتونو د خاوندانو پېژندنه
هر ملکیت ته د یوه خاص اندکس نمبر ټاکل
د صفایۍ د محصول لپاره د پیاوړو سرچینو ټاکل
په هر ملکیت کې د نوې ابادۍ ، پراختیا او نورو بدلونونو سیستماتیکه کښنه (ثبت) او څارنه
د دوره ای ارزونې او د ځمکو، ودانیو او پراختیاو د نویو ارزونو ترسره کول
د ملکیتونو د لګښت اټکلونه (براورد) او ارزونه
د ملکیتونو د اسنادو او فورمو په داسې سیستماتیک ډول تنظیمول چې د څښتنتوب (مالکیت) د اوسني اکر (وضعیت)، بیه ټاکنې او د محصول د راټولولو څرګندونکي وي
د صفایۍ د محصول په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو پلي کول
د هر ملکیت د سمې پېژندنې پر اساس د صفایۍ د محصول مدبرانه راټولونه
د Tax Mapping په پروسه کې محصول د ودانۍ ارزښت او له هغې څخه د ګټې اخیستنې ډول ته په کتو ټاکل کیږي. په دې پروسه کې ټولې ودانۍ په څلورو ډولونو وېشل شوي دي:


د استوګنې ودانۍ
دولتي ودانۍ
سوداګریزې ودانۍ
صنعتي او تولیدي ودانۍ
چې د صفایۍ د محصول د مقررې سره سم د استوګنې له ودانیو څخه د ودانۍ د ټولې بیې ۰،۳ سلنه، د دولتي ودانیو څخه د هغې د ټولې بیې ۰،۶ سلنه، د سوداګریزو ودانیو څخه د ودانۍ د ټولې بیې ۰،۷۵ سلنه او د صنعتي او تولیدي ودانیو څخه د هغې د ټولې بیې ۱ سلنه د صفایۍ محصول اخیستل کیږي.


د صفایۍ د محصول د سنجونې یوه بېلګه




























































د ټولې ځمکې بیه


د یوه متر مربع بیه


اندازه (متر مربع)


ځمکه


135000


300


450


د ټولې ودانۍ بیه


د یوه متر مکعب بیه


اندازه (مترمکعب)


ودانۍ (تعمیر)


675000


300


2250


810000


د ټول ملکیت (ځمکه + ودانۍ) بیه


x


0.3%


د ملکیت ډول (د اسېدو کور)


=


2430


د صفایۍ پیسې



 


اوس نو دا پوښتنه راولاړیږي چې د یو متر مربع ځمکې او د یو متر مکعب ودانۍ (تعمیر) بیه به څنګه او د کومو آرونو له مخې ټاکل کیږي؟ د ودانۍ بیه خو د هغو ودانیزو توکو (ساختماني موادو) پورې اړه لري چې هغه ورڅخه جوړه شوې ده. ایا ودانۍ له خاورو، پخو خښتو، اوسپنیز کانکرېټو او که …. څخه جوړه شوې ده او نور په کې کوم او څه ډول توکي کارول شوي دي؟


د ځمکې د بیې د ټاکلو لپاره ټول ښار په څلورو برخو ویشل کیږي، د ښار مرکزي سوداګریزه سیمه اوله برخه ، بیا هغې ته نږدې پرته سیمه دوهمه برخه، او همداسې درېیمه او څلورمه برخې د مالي ارزښت له مخې ټاکل کیږي. بیا د هرې برخې د یو متر مربع ځمکې لپاره یوه وړ او مناسبه بیه ټاکل کیږي چې دغه بیه باید د منظورۍ لپاره د جلال اباد ښاروالۍ اداري غونډې، بیا د ننګرهار ولایت اداري غونډې او په پای کې د هېواد وزیرانو شورا ته وړاندې شي او د هغوی له لوري ومنل شي.


 د ټیکس میپینګ (Tax Mapping) د پروسې کاري پړاوونه په لاندې ډول دي:


نقشه اخیستنه
ارزونه او د بیې ټاکل
د اسنادو تنظیم او اداره
د محصول راټولونه او پر سرغړونکو د جریمې ټاکل
د نقشه جوړونې د پړاو اصلي موخه د سروې او ساحوي ارزونو پر اساس د محصول د نقشې د سیستمونو برابرول، ځای پر ځای کونه او ساتنه ده. په دې پړاو کې د ټیکس میپینګ د سروې کارکوونکې ساحې ته ځي، د هر ملکیت په اړه معلومات ثبتوي ، نقشه یې اخلي ، د ثبت او نا ثبتو ملکیتونو پېژندنه او موجودي کوي ، د ملکیت د مالک پېژندنه او ځانګړنې ثبتوي او د هر ملکیت لپاره یو اندکس نمبر ټاکي چې دغه اندکس نمبر د فزیکي ملکیت او د اسنادو د سیستم تر مینځ یوه همېشنۍ اړیکه ګڼل کیږي. ددې پړاو په پای کې د محصول بېلابېلې نقشې او د ملکیتونو د کنترول جدول جوړیږي.


د ارزونې او بيې ټاکنې څخه وروسته د اسنادو تنظیم او اداره ترسره کیږي. د محصول راټولونې او سنجونې لپاره د ملکیت قواله (قباله)، د سروې فورمه، د ملکیتونو جدول (د صفایۍ د محصول ورکوونکو دیتابیز) او د محصول ورکونې د کارت په شان رسمي اسنادو سیستماتیکه ځای پر ځای کونه او څارنه ددې پړاو دندې دي. ددې ټولو د ترسراوي وروسته د محصول راټولونه په نوي ډول پیلیږي او سرغړوونکي جریمه کیږي. هغه څوک چې د مالي کال د تېرېدلو نه وروسته د محصول ورکړه ځنډوي، د ورځې پرې ۰،۱۰ سلنه د ځنډ جریمه ورځي.