څوڅې مینه ده ژوندئ ژوند به چلیږي
حاجي امين باوري
ستا دمینې د ښکلا انځورمې ولید
ان له لری زړغونی زړه تخنیږي
ما وي لری به ځان ساتم دی ښکلا نه
دخیالو د دنیاګئ تمه ډیریږي
ما وي هیربه کړم خیالونه انځورونه
حافظه د تودي مینې نه سړیږي
نن مې بیا دا پخوانئ کیسي په یاد شوي
یو تربله لکه غوټه راسپړیږي
دشینکي آسمانه لاندی ستا په تمه
هغه څه څې ما لیکلي زړه پوهیږي
ترسهاره مې دا ټول ستوري حساب کړل
هماغه شیبه هیڅکله نه هیریږي
دیار مینې لیونی او صحرایې کړم
بی پروا یار مې بی باکه نه خبریږي
تنکئ مینې ته کول خیال سورانګاروي
سري سپرغئ یې ترسهاره نه خلاصیږي
پاس آسمان به تری رڼا ښکاری لمبونه
څوڅې مینه ده ژوندئ ژوند به چلیږي
تنها ناست یم انتظار په لویه لار کښې
مازدیګرمخ په ماښام سپوږمئ رڼیږي
ژاڼي بیا شولي کتاري مخ په وچه
زه شوم پاتی یارپه تمه څه څې کیږي
له اذله په نصیب زما انتظار شو
ستا راتګ ته دسرحد تمه پخیږي