کور / هراړخیز / د اندړو ولسي پاڅون سره د زړه خواله

د اندړو ولسي پاڅون سره د زړه خواله

 


زه دا خپله ليكنه يواځې په هغو اسنادو ، ويډيو ګانو او مركو بنسټيزه كوم چې د جون ٣٠مې راهيسې په ډله ايزو رسنيو كې خپاره شوي دي۰ ښاغلى كامران سيب چې كوم انځور په خپلو خبرو كې موږ ته راكوي هغه د يوه ريښتني ولسي پاڅون راټوكيدل دي او دا جوتوي چې دافغان ولسي غورځنګ او ورته انديو لپاره دوى دا ډيوه بله كړله۰ موږ لا اوس هم سوله ايزې سياسي مبارزې ته ژمن او چمتو يوو۰ خو داهم راته جوته شوې ده چې د اندړو ولس باندې دا جګړه تپل شوې او دوى د ځان د ساتنې پوره حق لري۰موږ چې ګوروو زموږ ولس او هېواد جنايت او جنايت كوونكو ته يرغمل دى۰ نو له همدې كبله موږ له ولس څخه دا څو ځله دا پينځه پوښتنې كړې وې؛


درنو هېواد والو؛ تاسو د جنايت او جنايت كوونكو پر وړاندې څه كوئ؟ 
١=====ورسره لاس يو كوئ؟ 
٢====تر سوټك لاندې يې ماموريت كوئ؟ 
٣====ورته تسليمېږئ او سياسي ملنګي كوئ؟ 
۴====د اى اېس اى او اېران او نورو په وسلو بارودو ورسره جګړه كوئ؟ 
۵====او كه د ولس په راوېښولو او يو موټي كولو سره د يو پياوړي، ژمن او غيرتي مورچل په مرسته او نړۍ والو ملاتړيې مهاكمه كوئ او خپل ولس او هېواد ترې ژغورئ؟”


ښاغلي كامران سېب چې كومې خبرې په مېډيا كړي دي په هغو خبرو به د ده ولولې او احساسات له ورايه ښارېده چې ده په ولس باندې د جنايت خبره يا كيسه يادوله چې د دې جنايتونو پر وړاندې راپورته شوي دي۰ دا ښكاره خبره ده چې ولس د جنايت او جنايت كوونكو څخه كړېږي او ځورېږي او همدا دليل دى چې د  ولس نورو بچو د نورو سيمو څخه دوى ته استازي او پيغامونه د مرستې، همكارې ، ملاتړ او ګډ كار غوښتنې  لپاره  ورته استولي  دي۰


زموږ په اند اوس دا ولسي پاڅون بايده چې په يوه ملي ولسي پاڅون بدل شي؛


او دا هله شونى دى چې د تېرو ترخو تجروبو تكرار څخه مخنيوى وشي او هرڅه په څرګنده توګه د ژمنو او مسوليتونو په چوكاټ كې تر سره شي۰


زموږ  وړانديز دا دى چې؛


همدا جرګه چې د جنايت او جنايت كوونكو پر وړاندې راپورته شوې ده دوى دې دا خپل كار لپاره يوه تګلاره په ليكلي ډول وټاكي؛ د جرګې يا شورا د غړو شمېر او موده دې وټاكي؛ (د بېلګې په توګه د افغان ولس او هېواد  ژغورل، عدالت او سوله ټينګول او پرمختګ راوستل) د ټولو جنايت كوونكو مهاكمه كول او د ترهګرو ځالو ړنګول د ټول بشريت په مرسته!  او  د نورو وسله والو ځواكونو لكه ناټو، افغان پوڅ، طالب او ترهګرو سره څه وكړي؟ د نورو سياسي ګوندونو او ټولنيزو بنسټونو سره هم څه ډول چلند وكړي؟ )


دوى دې په ګده يو مشر دي ځانګړو واكوونو او مسوليتونو او ټاكلې مودې لپاره وټاكي؛


بيا دې همدا د جرګې مشر د پوځ په لاس ولس لپاره جوړښت، مسوليتونه ، كړنلاره او تګلاره وټاكي۰ (چې سياست د ټوپك اسلي او سم واكمن وي)


همدا د جرګې مشر دې د جرګې په مشوره د پوځ په لاس ولس لپاره يو پوځې مشر وټاكي د ځانګړو مسوليتونو، واكوونو او ټاكلې مودې لپاره وټاكي۰ ( چې ولسي سياست زموږ ټوپك هم وچلوي چې يوځل بيا زموږ خپل ټوپك كه خپلو راكړى كه پردو  زموږ په ككرۍ كې راتش نه شي او د دې پوځي مشرانو څخه جنايت كوونكي ټوپكيان جوړ نه شي)


همدا د جرګې مشر دې د يو وياند وټاكي؛


او په دغه كار كې دې د ټول ولس څخه مرسته وغواړي چې موږ به هم په دغه ولسواكه ژغورنه كې خپلې مرستې ورته چمتو كړوو۰


موږ ژمن او چمتو يوو چې افغان ولسي غورځنګ د افغان ولس د ژغورلو، عدالت او سولې ټينګولو او پرمختګ لپاره جوړ كړوو!


۷۸۶


يوه ولسي  غورځنګ ته اړتيا!


ښه ځوانان به پرې نږدي خپل هوډ له لاسه====== كه يې سر شي د خوني زمري تر زامه


ولې افغان ولسي غورځنګ؟


دافغانستان ستونځه سياسي او نړۍ واله ده٠ او دا سياسي او نړۍ وال حل يواځې او يواځې سياسي ګوندونه جوړولای شي٠ نن ګران افغانستان كې يوه لويه تشه همدا ده چې زموږ ولس د يوه سياسي ځواك او ګوند په جوړولو كې پاتې راغلي دى٠ نورو پوځي او سياسي پردۍ پالو جوړښتنو ازموينه پدې ناكامه شوه چې دوی هم په خپلو جوړښتونو او ګوندونو كې بې جرګې او بې ولسه تګلارې او پردۍ كړنلارې درلودلې او هم يې ولس پاله ګوندونه په ډېره ناځوانۍ سره وځپل ٠


نېژدې پينځه دېرش كاله وشول چې زموږ په ولس د پرديو زهر٬ ګولۍ -بارود او چاړې د همدې ولس  ديو څو  نااهله٬  ناپوهه٬ وچ سريو٬ خرڅ شويو سياسي جارچيانو او شر اچوونكو بچيو په لاسونو چلېږي٠ بيا دا پوره دېرش كاله وشول چې زموږ ولس او هېواد جنايت او جنايت كوونكو ته يرغمل شوی دی٠ او د پاسنيو يادشويو ملاتړي خو هم موږ په خپله يوو۰ په دې كې كه همدومره پردي پړه دي بيا همدومره موږه هم پړه په دې يوو چې موږ ټول د نورو څخه تمه لروو چې يو بل څوك راته يو څه وكړي٠  كه زموږ هرې ناستې پاستې او خبرو اترو ته په ځير وګوروو نو دا راته په ډاګه كېږي چې زموږ كه شپاړس كسان په يوه ناسته كې ګډون كووو نو موږ دلته څلور  لويې ستونځې لروو٠


۱ په يوه ناسته يا غونډه يا هم بنډار كې موږ په شپاړسو كې  پينځلس كسان ټول مشاورين يوو٠ او ټولو پينځلسو كسانو سره د مشورې لوی لوی لستونه وي٠ او هر يو زموږ د دې پينځلسو څخه وايوو چې داسې دې وشي او داسې دې وشي٠ نو زموږ ولس دكړوو او عمل كلتور له لاسه وركړی دی٠


او كه زموږ دغه پينځلسو كسانو څخه پوښتنه وشي چې دا لوی لست څوك پلی كړي يانې څوك يې وكړي؟


همدغه د لويو لويو لستونو او ښو حلونو وړاندې كوونكو څخه چې پوښتنه كوو چې ښه ښاغليه/آغلې دا به څوك پلي كوي او ته په خپله په كې څه ونډه اخيستلاى شې او ته څه كولاى شې او څه ژمنه كولاى شې؟


نو دا پيځلس واړه ځواب كې ټول سره پاتې راشي٠ او دا پينځلس واړه وايي چې تاسو يې وكړئ، حكومت يې دې وكړي، غربيان يې دې وكړي او پلانى او پلانى يې دې وكړي۰ او نور ورپسې ورزيات كړي چې تاسو يې وكړئ او موږ به دوا درته كوو!


نو د زړونو په تشولو او يواځې خبرې كولو كله څه ترسره كېږي۰ او  په يوه كس خو هم هېڅ نه كېږي٠


۲بيا هم زموږ په يوه ناسته يا غونډه كې زموږ ټول وخت د ستونځو په يادولو٬ په ګيلو مانو٬ شكايتونو او د نورو د پړه كولو په شخړو تېريږي٠ يانې كه موږه سل ۱۰۰ دقيقې خبرې اترې كوو نو دا نه نوي ۹۹ يې په همدې روانو ستونځوڅېړلو٬ ګيلو مانو٬ شكايتونو٬غيبتونو او پړه كولو تېريږي٠ يواځې يوه دقيقه دې ته پاتې شي  چې ښه نو څه كول پكار دي٠ دلته نو موږ ټول ښه هم ستړي وو او هم ډېر خپه٠ نو په دغه يوه پاتې دقيقه كې كله كولای شو چې  رغنده خبرې او د راتلونكې لپاره يوه كرښه يا پلان وړاندې كړوو او خپله پرې خبرې وكړوو٠


۳موږ چې كوم سياسي جوړښتونه لروو په دوی كې لويه ستونځه همدا ده چې چا تر ټولو لويه د زده كړوو شهادت نامه او د كوم لوى هېواد څخه راوړې ده چې هغه دې هم مشري وكړي او سمبالول٠ دا موږ ته لويه ستونځه په دې ده چې موږ دا خبره نه كوو چې دا څوك چې موږ د يوه سياسي جوړښت او يا ګوند مشر كوو نو دا خو سياست كوي او د ولس او هېواد د ژغورلو او بيا د سمسورلو لپاره بايده چې پوهه او متره او كاري ډله او كرښه جوړولو كې هم تجربه او هم وړتيا ولري٠او  موږه په دې هم  سر  نه خلاسوو چې دا زموږ د لويې پوهې خاوند خو يا يې په سيخ كې يا په كولمه كې يا هم په نبات يا خاوره كې دا دوكتورا يا پوهاندې راوړې ده٠ موږ دا پوښتنه هم نه كوو چې  نو زما د ولس او هېواد لپاره يې كوم كارې ډله او ددې سياسي ملګرو په مرسته او همكارۍ يوه د ژغورلو او سمسورتيا كرښه برابره كړې ده او يا هم څه تجربه لري ،چې د پلي كولو يې يو څرك په كې وي٠


زموږ په سياسي جوړښتونو كې بله لويه ستونځه همدا ده چې نن سبا چې زموږ په ولس كوم ناتار راوان دی دوی يې هېڅ پروا هم نه كوي٠ يا دا چې ډارېږي او يا هم پرې نه پوهېږي چې څنګه ورسره چلند وكړي٠ او يا هم ترې خوند اخلي او ترې ګټې پورته كوي۰ دا دواړه لومړني  درېځه نا ملي او نا سياسي دي٠ او درېيم يې جنايت كول دي۰ دا ځكه چې ددې سياسي بنسټونو ډېری مشرتابه هم د ولس څخه لرې پاتې دي او هم نوي نسل او د ځوانانو په روزنه  كې هم پاتې راغلي دي چې ځوان نسل زموږ د سياسي او نړۍ والې ستونځې په سموولو كې ښه ونډه اخيستلای شي٠


شته او تېر شوي سياسي ګوندونو د ځوانانو د انرژۍ څخه يا ناوړه ګټه پورته كړې او يا هم پرې نه پوهېږي چې څنګه يې سمبال كړي٠


۴بله لويه ستونځه همدا ده چې كله زموږ ځوانان او پېغلې د يوه هېواد او ولس پاله خوځښت جوړولو لپاره سره خبرې اترې كوي بيا داسې كسان هم په دوی كې ډېری وي چې دوی داسې خبرې رامينځ ته كوي لكه چې :


كوم بهرنی هېواد به ددې خوځښت يا ګوند ملاتړ كوي؟


پيسې به د كومه كوو؟


چې دا دواړه نه وي نو هېڅ هم نه كېږي٠ او يا هم دوی د همدې دواړو خبرو لپاره سره راټول شوي وي٠


زموږ په اند دا ستونځې شته خو د بشريت تجربو دا په وار وار جوته كړې ده چې د ولسونو هوډ او پرېكړې هېڅ څوك هم نه شي بدلولای٠ زموږ خلك وايي:


د خلكو زور د خدای زور٠


نو كه چېرې موږ  د خپلو او د نورو د تجروبو څخه زده كړه وكړوو او په كار ا و مبارزو پيل وكړوو په ځانګړې توګه زموږ ځوانه انرژي په كار واچوو نور هر څه كولای شوو او بيا به د نورو هېواد مسله به هم همدا زموږ ولس سره غورچاڼ كوي٠ 


ځوانان نور تم كېدای نه شي! نو اوس ځوانان بايده چې نوښت په خپل لاس كې واخلي٠


زموږ ولس او بيا په ځانګړې توګه  موږ ځوانان د دې څلورو لارو سره مخامخ يوو٠



  • د سوکرات تل پاتې خبره ده چې :  ̏ جنايت کړل او سزا نه ورکول کېدل د جنايت په خاتر  تر ټولو بده غلتي او لويه بلا ده٠ ̋ (اپلاتون او ګورجايس ، ۷۶ پاڼه)٠

  • زموږ په آند جنايتکاران ، ټوپکيان ٬ د سړيتوب تېري کوونکي او ډله ايز وژوونكي داسې بې مهاکمې او سزا پرېښودل ،او په كړېدلو باندې يې واكداران كول،  دا د تر ټولو لوی  خيانت، غلتۍ او لويې  بلامور ده په افغانستان کې(فهيم وردګ)

١–  يا به جنايت او جنايت كوونكو سره لاس يو كوو او دا خپل ولس او هېواد نور هم كړوو او د تباهۍ كندې ته يې ورټېل وهوو؛


٢ يا به موږه خپله وجداني مبارزه د اوسنيو ګوندونو په چوكاټ كې او د سياسي جارچيانو او شخسي ګټه پالو (اپرچونېسټانو) تر څنګ   د خپلو ارزښتونو پرېږدو او د څو پيسو او څوكيو لپاره خپل وجدان تر پښو لاندې كوو او ددوی تر مشرۍ لاندې دا ټول جينجړتوب او بې درېځه سياست ته ادامه وركوو٠ او د همدې شته ګوندونو د مشرتابه٬ د سياسي جارچيانو او شخسي ګټه پالو (اپرچونېسټانو) ٬ چې ګوندونه او ولسونه په ډېره چالاكۍ د خپلو شخسي ګټو لپاره چلوي٬ تر څنګ به د لويو لويو جنايت كوونكو او غدارانو تر وزر او سياسي  سوټك  لاندې د څو ماموريتونو او ټنګو لپاره كار كوو٠


٣ يا هم وسلې ته لاس اچووچې مشران يې بې سياسته او بې درېځه د پاكستان او اېران او ځينو نورو استخباراتي كړيو په ولكو كې لوبلول كېږي ٠ چې د ۱۹۹۰مو كلونو د ترخې تجربې تكرار يې سل په سله كېدونكی دی٠


۴ يا به د سياست او مبارزې ميدان پرېږدواو سياسي ملنګي به كوو٠


۵ او ياهم د خپل وجدان او د كړېدلي ٬ ځورېدلې٬ جنايت او جنايت كوونكو ته يرغمل ولس او هېواد  د ځګېروي غږ  اوروو او د ژغورنې لپاره مټې رانغاړوو٠


موږ پينځم بديل  باندې ګروهه لروو چې  ورته مټې راونغاړوو او كار پيل كړوو چې په خپلې مبارزې سره به دا تر سره كوو٠


اوس به زه يوې بلې خبرې ته راشم چې  زموږ يوه ډېره تكړه ژورنالست يو څو پخې پوښتنې كړي٬ دي چې ډېريو نورو ځوانانو هم په خپل وخت سره خو دومره په پخو كرښو ندی كړي٬ چې د ده په خپلو كرښو كې  داسې دي:


(((((دوردګ صاحب په شمول هرڅوک چی غواړی ګوند جوړ کړی نو دا لاندی پوښتنو ته دی ځواب پیداکړی بیا کیدای شی چی ګوند جوړشی .


۱- ولی غواړی ګوند جوړکړی هدف څه ده ؟


۲- هرهدف چی لری دوزارت عدلی په ۱۵۰ ګوندونو کی خامخا دد دهدف ګوند هم شته نو بیاولی له هغه سره نه یو ځای کیږی؟


۳- همدا اوس ۵ سیاسی حرکته بیله دی چی په وزارت عدلیه ثبت وی روان لکه داتمر صاحب ،سلیمان لایق،دپښتنو فکری ټولنه ، د ډاکترفاروق عظم سیاسی حرکت او دعبدالغفورلیوال سیاسی حرکت کیدای شی نور به هم وی زه به نیم پری خبر له همدوی سره دی یو ځای شی که وردګ صاحب یانور ملګری په دی فکر کی وی چی دوی نشی کولای یا نه پری پوهیږی نو بیاموږ تر دوی اوښیاریو تردوی څالاکه یو او که موږ غواړو یو موجزه وکړو کله چی موږ په دوی ټولو خط کش کو نو موږ څه شی یو او ولی داتوقع کیږی چی ترنوروبه ښه یو کله چی اتمر ،لیوال او لایق له وسه نه ده پوره نو تاسو ځانته څه فکر کړی چی تاسو بی په دی پنځه ۶ ځوانانو سره شل کړی . دا زه ما نظردی  البته زه دګوند مخالف نیم او هیڅ ځوان دی ته نه هڅه وم چی بی له سیاسی ګوند څخه په یوازی مبارزه وکړی خو فکرکوم چی لا وختی ده .


په درنښت


عالم زی )))))


د لومړۍ پوښتنې ځواب په همدې ليكنه كې شته٠


د دوهمې پوښتنې په ځواب كې بايده چې ووايم:


دا ۱۵۰ ګوندونه موږه ټول څكلي دي او ليدلي مو دي٠ نو ٠ د دوې ځينو تكړه هېواد او ولس پاله غړو ته په درنښت سره له دوی څخه هېڅ هم نه جوړېږي٠ دا ځكه چې په دې ګوندونو كې داسې مشران يې شته چې يا خو به په دغه د جنايت په ناورين كې ككړ دي يا هم د جنايت كارانو سره په درغليو كې اخته دي او يا هم د هېواد او ولس ژغورنې مېړانه او جرت نه لري٠ او كه كوم چا د دوى كومه سياسي  مېړانه ليدلي وي نو بيايې دې ډګري كړي ! موږ ته په تجربه جوته شوي دي۰


او د دريمې پوښتنې په ځواب كې چې پاس ياد شوي كسان بيا هم يا په تېرو جنايتونو كې ككړ يا د جنايت كارانو سره په درغليو كې اخته دي او ياهم سياسي جارچيان دي چې يواځې سياسي موريدان غواړي نه دا چې يو سياسي ټيم جوړ او زموږ د كړيدلي او ځورېدلي ولس  او هېواد د ژغورلو لپاره يې مبارزه كړي وي٠ او يوه ډله نور يې  چې عمر پرې تېر دی او په خپل ټول عمر كې يې دوه كسه هم د يوې موخې لپاره او يا د هېواد او ولس د ژغورلو لپاره ندی سره راټول كړي ،  اوس لكه كرزی لالا سياسي لاټري ګټل غواړي٠ دوی يوه يې هم ديوه سياسي ټيم او ګوند جوړولو لپاره په ولس كې يوه ورځ هم مبارزه نده كړې چې په ځوانانو ډاډه اوسي او دوی سره راټول كړي٠ او په دوی كې يوه بله ډله يې له ډېرو ولولو او احساساتو سره راټول شوي دي چې هغوی په بې سياستۍ كې سياست كوي زموږ  د ولس خبره چې په وچ خوړ كې لامبو وهي ٠ او يوه بله ډله يې يواځې سياسي مشاوران دي٠ د دوی ليكنې وګورئ ټولې خبرې يې يواځې مشورې وركول دي چې داسې دې وشي او هاسې دې وشي ، پلاني ته داسې مشوره وركوو او پلاني ته داسې مشوره وركوو ۰ او د نيوكو او مبارزې څخه دومره وېره او ډار لري چې لوى جنايت كاران، غداران او ملي خاينان خو لا پرېږده ، بډې خوړونكو ته هم نشي وېيلاى چې پر مخ يې څو ګلان دي۰ خو يو ټكی هم نه وايې چې داسې وكړوو او هاسې وكړوو او كه موخبره ونه منل شوه نوبيا داسې وكړوو٠


نو دوى به څنګه سياست وكړي چې زموږ دا جنايت او جنايت كوونكو ته يرغمل ولس او هېواد وژغوري؟


موږ دا وايو چې موږ نه سياسي موريدان غواړوو٬ نه  هم نه مشاورين يوو او نه هم د جنايت كارانو سره روغه كوو او نه يې په درغليو كې ورګېډېږوو۰همدارنګه  نه يواځې دا چې  د كورنيو او بهرنيو په جنايتونو سترګې نه پټوو بلكې  هم يې غندوو او هم د خپل ولس او هېواد  د ژغورلو لپاره  هېواد او ولسپاله مبارزې ته مو ملا تړلې ده۰


نو په همدې خبره مو هوډ كړى  چې  موږ په رېښتياسره  يو سياسي ټيم او ګوند د ځوانانو په ګډون مېړانه او انرژۍ جوړوو چې هم كورنۍ او هم نړۍ واله مبارزه وكړي لكه د نلسن منډيلا٬ هزرت باچا خان او نور مبارزينو په شان ٬ خو دخپل  هېواد او ولس د اړتيا وو سره سم٬ نو ځكه په خپل برياليتوب ډاډه يوو٠ او څومره ځوانانو سره مو چې خبرې هم كړي دي  دا د دوی د زړه غوښتنې  او ارمانونه دي٠ او ځينو سمو مشرانو يې هم ملاتړ كړی دی٠


د افغان ولسي غورځنګ موخې څه دي؟


۱موږ غواړوو چې خپل هېواد او ولس له دغه اوسنې جنايت او جنايت كارانو څخه وژغوروو٠


۲موږ غواړوو چې د عدالت څخه ورسته پايښتي سوله په خپل هېواد كې راولوو٠


۳موږ غواړوو چې د بهرنيو هېوادونو لاسوهنې لنډې كړوو په ځانګړې توګه د ترهګرۍ بريد كونكوو ځالې پټن ځايونه او روزنځايونه يې په ګاونډيو هېوادونو كې د نړۍ والې ټلوالې په مرسته وتوګل شي٠


۴موږ نور سياسي جارچيانو ٬ معامله ګرو او جينجړو ته اجازه نه وركوو چې زموږ په رايو  معاملې وكړي٠ 


۵موږ غواړوو چې خپل هېواد كې پرمختګ د يوې ټولنپالې ولسواكۍ په مټو او اند بنسټيز او  تر سره كړوو٠


 


دا به څنګه تر سره كوو؟


لوی خدای وايي چې  په هغه قام كې زه بدلون نه راولم چې هغه قام په خپلو نفسونو كې بدلون رانه ولي٠


ددې لپاره چې موږ خپلې موخې تر سره كړوو نو موږ جوړښت  انرژۍ او مشورې ته اړتيا لروو٠ نو اوس په همدې دليل چې نور سياسي جوړښتونه ددې وړ نه دي چې دا هېواد وژغوري او نه هم په دوی كې دا متره او مېړانه شته او نه هم په دې پينځه دېرشو كلونو كې ددوی تجربې او كارونو څه وكولای شول نو موږ د يوه افغان ولسي غورځنګ ډېره كلكه اړتيا وينو٠


موږ وايوو چې انرژي زموږ په ځوانانو كې ده او مشورې د مشرانو سره دي٠ نو موږ په ټولو ځوانانو غږ كوو چې خپله انرژۍ د خپل هېواد او  ولس د ژغورلو او سوكالی لپاره د هغو مشرانو چې په جنايت كې ككړ نه وي سره ګډ كړوو چې تر څو د افغان ولسي غورځنګ په جوړلو سره موږه خپل ولس او هېواد وژغوروو٠


په خپلو غونډو او ناستو پاستو كې خپل ۹۵٪ د راتلونكې لپاره په كار واچوو او يواځې ۵٪ په ستونځو ٬ ګيلو او شكايتونو څېړلو تېر كړوو٠


هزرت باچا خان وايي چې:


د هر قام چې مشران مېړني وي هغه قام هم مېړنی وي او د هر قام مشران چې بزدله وي نو هغه قام هم بزدله وي٠


خپلې خبرې د مشورې او وشي وشي څخه واړوواو ټول د عمل لپاره مټې راونغاړوو د دې مانا دا  نده چې هېڅ كرښې او پلارن به نه جوړوو بلكې كومه كرښه او پلان چې جوړوو نو د پلي كولو لپاره يې هم مټې راونغاړووو٠


او هر هغه څوك چې زموږ د مشرۍ داوه كوي هغه د څو خبرو سره مخامخ كړوو چې څنګه او د كومې كارې سياسي ډلې په مرسته به خپلې موخې پلي كوي٠


او دا ټول پرته له يوه سياسي  ولسي جوړښته ناشونی دي٠


د خپل ولس او هېواد د ژغورنې او سمسورتيا لپاره بايده چې موږه په خپله ځان چمتو كړوو٠


 


د جنوبي افريقې مبارزينود خپل ولس او هېواد چې دجنايت كاره اپارټايدلخوا يرغمل نيول شوی ؤ اوټول غرب هم د دغه جنايت كاره اپارټايد  ملاتړ كولو د ژغورلو او خپلواكۍ لپاره يې څومره په مېړانه مبارزې زده كړلې او تر سره يې كړلې٠


نېلسن منډېلا ته  ډاكټر مصطفی د الجزاير د خپلواكۍ غورځنګ مشر مشوره وركړې وه چې د نړۍ د ولسونو خيال خپلول د جېټ الوتكو د يوه لښكر څخه هم ډېر ارزښت لري٠ 


 


په يوولسم د جون ۱۹۶۴ كله چې د افريقې ملي كانګرس غړو هر يو نلسن منډېلا ٬ والټر٬ رېمنډ٬ احمد كټرادا٬ ګو ون٬ انډروو٬ الياس  او ډېنس چې دوی ته سزا اورول كېدله نو په هماغه ماښام د دوی وكيلان راغلل چې دوی سره په دې خبره سلا مشورې وكړي چې ددوی د سزا پر وړاندې د اپيل يا عريضې كول له كومه ځايه او څه رنګ پيل كړي٠ دا ځكه چې دا خبره نيژدې پخه غوندې وه چې دوی ټولو ته به د مرګ سزا اورول كېږي٠ نووكيلانو د اپيل په سر د دې مبارزينو سره د خبرو لپاره راغلي ول٠ چې په دې هكله نېلسن منډېلا وايي:


«په هغه شپه وروسته له هغې چې ما (نېلسن منډېلا) والټر سيسولو او ګو ون مونږه خپلو مينځونو كې سره سلامشورې وكړلې نو موږ خپلو مدافع وكيلانو ته په ډاګه كړل چې كه موږ ته هره سزا راكړل شي ان كه په دار كول هم وي (مرګ سزا) موږ به يې پر وړاندې اپيل او د بدلون لپاره يې عريضه ونكړوو٠ زموږ پرېكړې زموږ وكيلان هك پك اريان كړل٠ والټر ٬ ګو ون او زه (نېلسن منډېلا) په دې ګروهه وو چې   اپيل او عريضه كول به زموږ  وجداني دريځ ړنګ كړي٠ »


او په هماغه ورځ په ټوله نړۍ كې د جنوبي افريقې د مهكمې  پر وړاندې نړۍ وال غبرګونونه تر سره شول چې يوه بېلګه يې د برېتانيې  د پارلمان يا ولسي جرګې پنځسو غړو (۵۰) په لندن كې لاريون وكړ٬٬  د امريكې د كانګرس غړو دا مهكمه وغندله  او ان په نړۍ واله كچه د سمندرې پولو د بېړۍ ډكولو كارګرانو د دې پرېكړې پر وړاندې  داسې غبرګون وكړ چې دوی به د جنوبې افرېقي د جنايت كاره اپارټايد مالونه نه په بېړيو كې باركړي او نه يې هم ترې راكوز كړي٠ د ا ټول په خپل سر او ناڅاپي توګه ونه شول٠ دا د جنوبي افريقا د كانګرس ګوند د كورنيو او نړۍ والومبارزو په بركت وشول چې دوی د بشريت پر وجدان باندې وجداني او سياسي اغېزه وكړله٠ 


موږ هېواد او ولس پاله افغانان دخپلو او نړۍ والو تجروبو څخه ډېر څه زده كولای شو٠ په نړۍ وال ډګر كې د جنوبي افريقې د خپلواكۍ مبارزې چې نېلسن منډېلا يې يو ځلانده ستوری دی زموږ لپاره يوه ښه بېلګه جوړولای شي٠ دا ځكه چې د دوی ټول ولس  هم زموږ په شان يوې جنايت كارې د اپارټايد (يانې توكم پالې)  ډلې ته يرغمل ؤ٠ او ددې جنايت كاره اپارټايد ملاتړي غربي هېوادونه ول٠  او د افريقي ملي ګانګرس ګوند په خپله كورنۍ سياسي او نړۍ واله مبارزې سره وكولای شول چې خپل هېواد د جنايت او جنايت كوونكو څخه په ډېره ټېنګه وجداني مبارزه  چې جوړښت يې سياسي ؤ  ٬ وژغوري٠ نو زموږ دا افغان ولسي غورځنګ مورچل بايده چې دا سې جوړ كړوو چې هم كورنۍ دټينګې مبارزې سټه ولري  او هم بهرنۍ مبارزه د خپلو پياوړو بچو په مټ سره پر مخ بوځوو٠ تر څو په ټوله نړۍ كې دا د جنايت كوونكو ملاتړي د خپلو ټولنو د وجدان سره مخامخ او مات  يې كړوو٠


د بېلګې په توګه دا كرښې  ورته په هر ډګر كې په ټوله غربي  او شرقي نړۍ كې  په ليكلي ٬ وېيلو او وېډيويي ډول  له سفارت خانو څخه تر پارلمانونو او مېډيا او مدنې ټولنو او ان لارو كوڅو كې خپرولای  شو او داكار نن سبا بيا ډېر ګران نه دی دا ځكه چې  ډله اېزه مېډيا د بشريت په واك كې ده :



  • د سوکرات تل پاتې خبره ده چې :  ̏ جنايت کړل او سزا نه ورکول کېدل د جنايت په خاتر  تر ټولو بده غلتي او لويه بلا ده٠ ̋     (اپلاتون او ګورجايس ، ۷۶ پاڼه)٠

  • زموږ په آند جنايتکاران ، ټوپکيان ٬ د سړيتوب تېري کوونکي او ډله ايز وژوونكي داسې بې مهاکمې او سزا پرېښودل ،او په كړېدلو باندې يې واكداران كول،  دا د تر ټولو لوی  خيانت، غلتۍ او لويې  بلامور ده په افغانستان کې(فهيم وردګ)

  • موږ برك اوباما او د ناټو هېوادونو مشرانو څخه پوښتو چې دوی څنګه دا خپله ملګرتيا او انډېوالي په وجداني او اخلاقي ډول توجې كوي چې دوی يې د  جنايت كارانو، ډله اېز وژونكو، ټوپكيانو، مخدره موادو قاچقچيانو، سړيتوب څخه تېري كوونكو او بډې خوړونكو سره لري؟

  • هېڅ يو وياړلى برېتانوى ، اروپايی او امريكاكی به دې ته ايجازه ورنګړي چې  د دوى ولسي  جرګې ته داسي کسان لکه تېموتي مك وي (چا چې په  اوكلهاما كې دولتي ماڼېۍ  په بمونو والوزوله)، ډاکټر هرولد شپمن ( دا هغه داکټر دى چې نيږدې درې سوه خپل ناروغان يې وژلي ول) ايين هنتلي ( دا هغه کس دى چې په دو دوولس کلنو ماشومانو يې جنسي تېرى کړى ؤ او بيا يې وژلې وې) او کرادچ ( دهغه سربى دى چې په بوسنيا کې يې په لسهاو زره ښځې ، ماشومان او زاړه يې ووژل) او دوى غوندې کسان ور دې ننه کړاى شي٠

  • دا بيا ولې په افغانانو باندې تپل كېږي ؟

  • داسې خيال وكړئ چې سبا مرغان او چرګان په خبرو راشي او په ژړاګانو او كړنګهارو پيل وكړي چې دوی ته څومره درد رسېږي چې كله موږ انسانان هغوی وژنو او خوروو٠

  • اوبيا پر موږ غږ وكړي” اې انسانانو موږ په وژنئ  د خدای لپاره!٠ موږ ژوند سره مينه او ورته اړتيا لروو٠ موږ بچيان لرو، موږ هم ولولې او احساسات لروو او له يو بل سره مينه كوو٠ موږ ته تر ټولو لوی درد او كړاو رارسېږي كله چې تاسو موږ وژنې!٠”

  • او بيا موږ دا نوې خبره او پدېده هره ورځ له مېډيا څخه تر لاسه كوو په پرله پسې توګه٠

  • او بيا به كوم انسان د دې جرت وكړي چې هغوی ووژني، د هغوی د غوښو خوړل خو يې لا پرېږده؟

  • نو اوس موږ وايو چې  اې انسانانو؛

  • ولې موږ افغانان دډله  اېز وژونكو، جنايتكاره ټوپكيانو، د سړېتوب تېري كوونكو او د جګړې مېچني ، زياتيو، او كړاوونو ته تړل او يرغمل شوي يو؟

  • ولې زموږ غږ نه اورېدل كېږي؟

  • اې انسانانو!٠

  • موږ كوم خو هم مرغان نه يو!٠ موږ  چورلټ تاسې ټولو غوندې يو!٠

  • موږ يو ځل بيا پوښتنه كوو چې موږ ولې  ډله  اېز وژونكو، جنايتكاره ټوپكيانو، د سړېتوب تېري كوونكو او د جګړې مېچني ، زياتيو، او كړاوونو ته تړل او يرغمل شوي يو؟

  • موږ ته په پرله پسې ډول د لوېديځوالو ملګريو ډلو لخوا وېيل كېدل چې تېر هېر كړئ او پر مخ ولاړ شې٠ خو د دغه   كړاونوو څخه ډكو كلونو خبره بل ډول جوته كړله٠

  • د تېر څخه په زده كړې دا وېيلای شو چې ، ان كه موږ دا غلتي ومنو چې ټوپكيان د تالبانو پر زد په پوځي ډول په لومړي سر وكارول شول نو بيا ولې دا ټوپكيان او د دوی جنايت كاره همكاران ته اجارزه وركړلای شوه او په پيسو او څوكيو داسې ونازول شول چې ټول افغان سياست او دولت او سياسي جوړښت يې يرغمل كړ؟

او تر ابده زموږ هېواد د بهرنيو د بريد او لاس وهنې څخه خلاس شي٠


راځئ ځوانانو د افغان زمري بچيانو په غړمبهار شوو او دا خپل هېواد او ولس هم يې وژغورو او هم يې سوكاله او سمسور كړوو!


 


د بهرنيو سره به څه چلند كوو؟


ښاغلي  خدای بخښلي داوود خان چېرې وېيلي ول چې كه پر ما د روس يا د امريكې فشار راشي نو زه به په روسي ګوګړ باندې امريكايی سېګړيټ ولګوم٠ خو له بده مرغه چې هغه ګوګړ چې ده سره ؤ دی پرې خبر نه ؤ چې هغه په زهرو ككړ ؤ او هغه سېګړېټ هم د بارودو جوړ ؤ٠  چې هم يې دی او هم يې زموږ ولس او هېواد په زهرو ككړ  او په بارودو وسوځاوه٠


موږ وايوو چې كه همدومره له اقتسادي او مالي او امنيتي اړخه  موږ امريكې او ناټو ته اړتيا لرو خو بيا دوی له دې څخه ډېر زموږ خاورې ته اړتيا لري چې خپل سټراټيژيك او ډېرې  ژورې ګټې تر لاسه كړي٠ او همدا شان دوی ته د وتلو په پايله كې به ډېرې لويې لويې ستونځې ورپه غاړه شي٠


له بله پلوه دا نور هېوادونه لكه روسيه چين هند اېران پاكستان او مينځنۍ اسيا او مينځی ختيز ته د امريكې او ناټو په شتون كې لوی لوی ګواښوونه او تاوانونه مخامخ دي او د دوی په تلو سره بيا دوی ته هم ګواښوونه او هم ګټې شته٠


نو موږ ته په كار ده چې د دوی خوږې ګوتې  د خپل ولس په ژبه او اند يو او بل ته يې ور مخامخ كړوو په ولسواكه توګه چې هر چا سره زموږ ډېر ګټې خوندي وي هغوی سره به موږ د ګټو تر وخته ملګرتيا كوو٠ چې د ا هم يوه لویه  او ژوره  سټراټيژيكه  برخه ده چې بيا به پرې ډېرې نورې خبرې هم كوو چې  زموږ د غورځنګ او نورو ټول افغان سياسي او مدني ټولنې د چاروكيتوب  په انګړ كې  به پرېكړه پرې كوو٠ او كه زموږ سياسي خبرې او د موږ د ولس غږ نه اوري بيا دوی ته د يرغلګرو په سترګه ګوروو!


 


د افغان ولسي غورځنګ جوړښت:


موږ وايوو چې دا د ګوند جوړښت او تګلاره يې  بايده چې په ولسواكه توګه جوړ شي او د نني افغانستان د ولسي  او جغرافيايي جوړښت او درېګونو ځواكونو جوړښت سره سمون ولري  او هم په نړۍ واله مبارزه كې موږ ته مرسته وكولای شي٬ تر څو چې دا كدرونه او مشرتابه چې په افغان ولسي غورځنګ كې روزل كېږي او د مبارزې او په ولسواكه ټاكنو سره د ولس  ډاډګېرنې تر لاسه كولو وروسته د ژغورنې او سوكالۍ لوی مسوليتونه پلي كړای شي٠ چې  دا ټول موخې ٬ تګلاره او جوړښت  به موږ په لويه غونډه كې سره په ګډه جوړوو او منوو٠


دا به داسې وي لكه چې موږ ټول د يوې الوتكې په جوړولو پيل وكړوو نو دا خو ټولوته  د كار په دوران كې په ډاګه كېږي چې په موږ ټولو كې څوك په كومه برخه كې ښه كار تر سره كولای شي او څوك زموږ د الوتكې ښه پيلوټ كېدای شي چې موږ ټولو ته د خپلې پوهې او كمال په اړه ډاډ ګېرنه راكړي او موږ هم پرې ډاډه شوو  چې موږ ټول په خير او خيريت خپل ټاكلي ځای ته ورسوي!٠


 


نښان يا لوګو:


زموږ د ګوند نښه بايده چې زموږ د موخو او جوړښت څرنګدونه وكړي٠ چې دا به هم په لويه غونډه كې په ګډه سره جوړوو او منوو٠


په درنښت   :انجينير فهيم پښتون وردګ


http://larawbar.com/details.php?id=28406


http://www.khabarial.com/old/print.php?id=15574


http://larawbar.com/details.php?id=27748



وړانديز شوې لوګو يا نښه۰