کور / تازه خبرونه / په ميانشين ولسوالي کي دوه تنه وسلوال ووژل سول

په ميانشين ولسوالي کي دوه تنه وسلوال ووژل سول

ملي پوليسو د کندهار په ميانشين ولسوالي کي تېره شپه د مخامخ جګړې پرمهال
دوه تنه وسلوال طالبان ووژل چي مړي يې لا هم د پوليسو سره پاته دي.

د افغان دولت وسلوالو مخالفينو تېره شپه ناوخت د يادي ولسوالۍ د ملي
پوليسو پر شپږم نمبر پوستې وسلوال بريد وکړى چي له سخت مقاومت سره مخامخ
سول او ماته يې وخوړه.

په دغه جګړه کي چي څه کم يو ساعت يې دوام وکړى ملي پوليسو ته يو ميل پيکا
او يو ميل راکټ له څه اندازه مرميو سره په لاس ورغلي دي.

ميانشين د کندهار ښار شمالي خواته په ١٣٠ کيلو ميترۍ کي پرته غرنۍ
ولسوالي ده چي له شپږ کلن ځنډ وروسته څه باندي څلور مياشتي مخکي د دولتي
ځواکونو تر حاکميت لاندي راغله.

په دغه ولسوالي کي د امنيتي حالت د سمون ترڅنګ د حکومتدارۍ د پياوړتيا او
پرمختيايي حالت د چټکتيا لپاره هم اساسي کارونه سوي او دې خدماتو د خلکو
توجه د دولت لوري ته زياته کړې ده.