کور / تازه خبرونه / هرات: اېرانۍ ښځه له نشيي توکو سره نيول سوې

هرات: اېرانۍ ښځه له نشيي توکو سره نيول سوې

چارواکي وايي، پوليسو په هرات ولايت کې يو ايرانۍ وګړى له ٥٩ کيلوګرامه
نشه يي توکو سره يو ځاى لاس په لاس ونيوه.

د دوى په خبره دغه کس نن سهار د هرات او ايران د پولې په صفري نقطه کې
نيول شوى چې غوښتل يې ٥٩ کيلوګرامه ترياک له افغانستان څخه بهر ته قاچاق
کړي.

د هرات ولايت امنيه قوماندان سدآقا ثاقب وايي، نوموړي کس ياده اندازه
ترياک په يوه ټانکر کې په ماهرانه ډول ځاى پر ځاى کړي وو او غوښتل يې
قاچاق يې کړي، چې د پوليسو له خوا ونيول شو.

نوموړي لراوبرته وويل، نيول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي،
چې دغه نشه يي توکي يې د پنځه ميليونه تومانو په بدل کې ايران ته قاچاق
کول.

د هرات ولايت پوليس وايي، دوى په دې وروستيو کې د په پوله باندې د نشه يي
توکو د قاچاق تر ډېره مخنيوى کړى او په دې برخه کې ښې لاس ته راوړنې لري.

بايد وويل شي، چې د روان کال له پيل راهيسې په هرات ولايت کې چې له ايران
سره اوږده پوله لري او زياتره نشه يي توکي له همدې لارې قاچاق کېږي، تر
پنځه سوه کيلوګرامه زيات نشه يي توکي او ٩٦ قاچاق وړونکي نيول شوي دي.