کور / تازه خبرونه / پکتيکا: څلور محلي پوليس وژل شوي دي

پکتيکا: څلور محلي پوليس وژل شوي دي

چارواکي وايي، په پکتيکا ولايت کې د سړک د غاړې په يوه بمي چاودنه کې
څلور تنه محلي پوليس ځاى پر ځاى ووژل شول.

پېښه تېره ورځ د پکتيکا ولايت په سرروضې ولسوالۍ د سرروضې په کلي کې
رامنځ ته شوې ده.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان لراوبرته وويل، چې محلي پوليس په ياده
سيمه کې په ګزمه بوخت وو، چې په موټر يې د سړک د غاړې ماين چاودلى.

دى وايي، په چاودنه کې څلور تنه محلي پوليس ځاى پر ځاى وژل شوي او موټر
يې زيانمن شوى دى.

د افغان په وينا د پېښې په تور تر دې دمه څوک نه دي نيول شوي، خو په سيمه
کې د امنيتي ځواکونو له خوا پلټنې روانې دي.

وسله والو طالبانو د دغه چاودنې مسؤليت په غاړه اخيستى او په کې يې د ګڼو
محلي پوليسو د مرګ ژوبلې ادعا کړې، خو کره شمېره يې نه ده په ګوته کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه په ياده سيمه کې يو تن ځانمرګى هم د
پوليسو له خوا هدف ته له رسېدو وړاندې په ډزو وژل شوى وو.