کور / تازه خبرونه / ملي امنيت رياست ٨ تنه وسلوال نيولي دي

ملي امنيت رياست ٨ تنه وسلوال نيولي دي

د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست منسوبينو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د
کندهار ښا راو ولسواليو په يو شمېر سيمو کي اته تنه وسلوال طالبان له
يوشمېر وسلو او مهماتو سره نيولي دي.

په نيول سوو کسانو کي ٣ تنه يې د پاکستان او پاته پنځه نور يې د کندهار
او شاو خوا ولايتونو اوسېدونکي دي چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي له يو
شمېر وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيول سوي دي.

چارواکي وايي دغو کسانو ته د کويټې ښار اړوند په بيلا بيلو سيمو او د چمن
غوندي کوچني ښارګوټو کي د افغان ملي امنيتي ځواکونو او ولسي افغانانو پر
ضد د ترورستي فعاليتونو کولو په موخه پوځي روزنه ورکول سوې ده.

نيول سوي اته سره کسان نن د ملي امنيت په رياست کي رسنيو ته وښودل سول او
ټولو يې په خپلو خبرو کي پر خپلو تروستي افعالو او جرمونو او اقرارونه
وکړل او ځانونه يې د افغان دولت او خلکو پر وړاندي پړه بلل.

د ملي امنيت لخوا نيول سوو اتو تنو وسلوالو له رسنيو سره په خپلو خبرو کي
وويل چي د کندهار ښار او ولسواليو په بيلا بيلو سيمو کي يې په بيلا بيلو
کچو کي د افغان ملي امنيتي او ايساف ځواکونو پر وړاندي عمليات کول.

دې کسانو زياته کړه چي د عملياتو روزنه ورته په پاکستان کي ورکول سوې وه
او ورته قومانده او پر هدفونو بريدونه هم د پاکستان لخوا ورکول کېدل او
هدف يې داو چي پکښي افغانانو ته زيان واوړي.

د کندهارد ملي امنيت رياست ترڅنګ نورو ملي امنيتي ارګانونو هم څو څو ځله
داسي وسلوال نيولي چي يا خو هم د پاکستان هيواد تابعيت درلودونکي ول او
يا هم ورته په هغه هيواد کي د ترورستي فعاليتونو لپاره روزنه ورکول سوې.