کور / تازه خبرونه / کندهار:ترټولولوى وزن لرونکى بم ونيول شو

کندهار:ترټولولوى وزن لرونکى بم ونيول شو

دکندهار ښار په درېيمه ناحيه  کې يوداسي بم موندل شوى چې خورازيات وزن لري . دابم چې دپوليسو په وينا دترهه ګري لپاره کارول کېده پوليسو دځايي اوسېدونکو په مټ نيولى دى . پوليس وايي چې دغه ډول بمونه دشوروي يرغل پر مهال افغانستان ته راوړل شوي دي . دانيول شوى بم دالوتکي په وسيله کارول کېږي او اوس ورته بمونه پرمځکه هم ايارېږي . پوليس اټکل کوي چې په کندهار ښار کې دترهه ګري يوه لويه دسيسه شنډه کړې ده .