کور / تازه خبرونه / دملکي وګړو په موټر د ماين چاودنې له امله ۲ و‌ژل او ۴ …

دملکي وګړو په موټر د ماين چاودنې له امله ۲ و‌ژل او ۴ …

د يکشنبې په سهار دخوست ولايت  اړوند د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمبووت په سيمه کې دملکي وګړو په موټر پسي د ماين چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي د څلور نور ټپيان شويدي .
د يادې پيښې په تړاو د نادرشاه کوټ ولسوال زرکمداد وايي چې پيښه نن سهار اوه بجې  د زنخيلو سيمې د يو  قومي مشرناظم ځدران  په موټر پيسي شوي.
نوموړی زياتوې چې موټر کې ياد شوې قومي مشر نه و موجود خو د نوموړي يو زوې په پيښه کې وژل شويدی .
ولسوال زياته کړه چې د پيښې په تور څوک ندي نيولي شوي خو پوليس يې په نيولو پسي پلټنې پيل کړي .
په خوست کې د لومړی ځل ندی چې دا ډول پيښه رامنځته کيږي بلکې ديته ورته پيښې پخوا هم رامنځته شوي چې له ځان سره يې زياته مرګ ژوبله لرلي ده .
تر اوسه د پيښې پړه چا په غاړه نده اخيستي .