کور / تازه خبرونه / فراه: ٦٥٠٠ بوتله شراب نيول سوي

فراه: ٦٥٠٠ بوتله شراب نيول سوي

په فراه ولایت کی امنیتی چارواکی تیرماښام ناوخته دپولیسواوڅارګروادارودمخکینیومعلوماتوله مخی ددغه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ دکرغښت سیمی په اړونده سیمه کی زیاته اندازه الکولې مشروبات ترلاسه سوی دې .
دفراه والی ویاندعبدالله ژوندی وویل :نیول سوی الکولی مشروبات ۶۵۰۰ بوتله دی چی ۶۵ بیلرونو کې په ماهرانه ډول په یوه باروړنکی لاری کی ځای پرځای سوی ول، اوکله چی قاچاق وړونکوغوښتل دغه توکی فراه ولایت ته رادننه کړی دپولیسولخواونیول سول.

دژوندی په وینا:قاچاق وړونکودغه توکی د دبی هیوادڅخه فراه اوکاونډیوولایاتوته دسوداګرۍ په موخه رابارکړی ول چی مخه یې ونیول سول.

هغه همدارازوویل پدی اړه نیول سوی کسان لدی نه مخکی هم دشراب کاروبارکاوه اودمودی راپدی خوادجنایی څانګوترپلټنی لاندی ول .

الکولی مشروبات دنشه یې توکوترڅنګ هغه ناوړی پدیده چی اسلامی شریعت یې په اړه دمخنوی یادونه کړی اومالی زیان ترڅنګ دانسانانودروغتیااوژوند دمرګ دګواښ سره مخامخ کوې اوداسلامی ټولنی دتباهی لامل کرځې.