کور / تازه خبرونه / کراچي: د ناټو کاروان افغانستان ته حرکت وکړ

کراچي: د ناټو کاروان افغانستان ته حرکت وکړ

دناټو اکمالاتى کاروان چې ددې ځواکونو يوشمير توکې پکې بار دى دپاکستان د بندري ښار کراچۍ څخه دافغانستان په لور حرکت وکړ.
پاکستانى چارواکو ويلې چې دناټو پر وړاندى د اکمالاتى کاروانونو د لارو د پرانستلو له اعلان وروسته نن د کراچۍ بندر څخه دناڼو ځواکونو يو سلوپنځه ديرشو اکمالاتى موټرى د افغانستان په لور روان شويدى .
پاکستان اته مياشتې وړاندى ددى هيواد څلرويشتو عسکرو د وژلو په غبرګون کې کابو اته مياشتې وړاندې د ناټو پروړاندې اکمالاتى لارې تړلى وي چې اوسمهال پرانستل شوې.