کور / تازه خبرونه / افغانستان د امریکا « غیر ناټویی » ملګری سو

افغانستان د امریکا « غیر ناټویی » ملګری سو

د اسوشیټیډ پریس د خبر له مخی امریکا نن اعلان وکړ چی افغانستان د امریکا په هغو ستراتیژیکی ملګرو کی شامل سو چی د ناټو غړیتوب نلری خو د واشنګټن خورا صمیمی او ستراتیژیکی ملګری دي . دغه خبره نن په کابل کی د امریکا په سفارت کی خارجه وزیري هیلری کلنټن اعلان کړه .
د امریکا هغه ستراتیژیکی ملګرې چی په ناټو کی شامل نه دي خو د دفاعی ، ستراتیژیکی ، وسلو او نورو پیرزوینو له مخی ډیر اهمیت ورکوی او واشنګټن یې تر شا ولاړ دی ، دا دي : اسراییل ، اسټرالیا ، جاپان ، جنوبی کوریا ، ارجنټاین ، بحرین ، مصر ، اردن ، کویټ ، مراکش ، نیوزیلینډ ، پاکستان ، فلپین او تایلینډ .
سپینه ماڼۍ وایی چی موږ به په ۲۰۱۴ کی د افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم دا هیواد بې دفاع پرې نږدو بلکی د پوځي ، ستراتیژیکی ، مالی او اقتصادی پلوه به ورسره ولاړ یو .