کور / تازه خبرونه / هلمند کي د لومړي ځل لپاره په ډله ايزه توگه ودونه ترسره شول

هلمند کي د لومړي ځل لپاره په ډله ايزه توگه ودونه ترسره شول

په دې مراسمو كي د پنځوس تنو ځوانانو او پنځوس تنو انجينو ترمنځ د واده مراسم په ډله ايزه توگه ترسره سول چي د دې مراسمو گډونوالو د دې پروسې تود هركلى وكړ او وايي چې په راتلونكي كې دې هم دې لړۍ ته دوام وركړل سي ترڅو د ولور دود چي دا مهال د ډيرو ځوانانو لپاره ملا ماتوونكى دى له منځه ولاړسي .

دوى د دې ولايت له نورو اوسيدونكو هم غوښتنه كوي چې ځانونه په دې لړۍ كي ورگډ اوپه يوازينى توگه ودونه چې پكښې بيځايه ډيرلگښتونه ترسره كيږي ډډه وكړي .

د ملي غورځنگ اجرائيه رئيس خليل پارسا وايي چې دا لړۍ يې په دې موخه په دې ولايت كې په لاره واچوله چې د ودونو په برخه كې ناوړه دودونه راكم او يا هم له منځه ولاړسي .

دده په وينا چې هرې كورنۍ ته د يوې خيريه موسسې لخوا د دوى د كور د سامانونو د ترلاسه كولو لپاره پنځه سوه امريكايي ډالره وركړل سوي دي .

د يادونې وړده چې هلمند د هيواد په كچه ۱۱ ولايت دى چي پكښې په ډله ايزه توگه د لسگونو ځوانانو اوپيغلو ترمنځ د واده مراسم ترسره كيږي .