کور / تازه خبرونه / په پاکستان کی امریکایی ضد لویه مظاهره وسوه

په پاکستان کی امریکایی ضد لویه مظاهره وسوه

اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی نن په لاهور کی د « دفاع پاکستان کونسل » په نوښت یوه ډیره لویه مظاهره افغانستان ته د ناټو د اکمالاتی لاری د بیا خلاصېدو پر ضد جوړه سوه . دغه مظاهره د موټرو ، بسونو ، ټرَکونو او موټر سایکلونو په توګه ترتیب سوې او فعلأ ۸۰۰۰ کسان پکښی سپاره دي چی مخ پر اسلام آباد روان دي . د مظاهرې سره پر لارې په زرګونو نور کسان هم یو ځای کیږی . هغوی د لارې پر اوږدو د امریکا او ناټو پر ضد شعارونه او د پاکستان دولت ته پېغورونه ورکول .
راپور وایی چی په دې مظاهره چیانو کی مولانا سمیع الحق ، حافظ سعید ( چی واشنګټن یې پر سر لس ملیونه ډالره انعام ایښی دی ) ، حمید ګل ( د آی ایس آی پخوانی ریًس ) ، سید منور حسین ( د جماعت اسلامی مشر ) او ډیر نور اشخاص شامل دي .
دغه مظاهره به سبا په اسلام آباد کی د پارلمان مخی ته راټولیږی . خو په امنیتی چارو کی مشاور وزیر رحمان ملِک وویل چی حکومت به اسلام آباد ته د هغو اشخاصو ننوتل منع کړی چی بندیز پر لګول سوی دی ( چی مطلب یې د حافظ سعید څخه و ) ، خو نورو ته به اجازه ورکړی چی ښار ته ننوزی . راپور زیاتوی چی که مظاهره چیان د حافظ سعید د داخلېدو په ارتباط مقاومت وکړی نو ښایی مرګ ژوبله رامنځته سی .