تازه خبر : ۶ بهرني پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 8th, 2012


اسوشیټیډ پریس د ناټو په حواله خبر ورکوی چی نن د افغانستان په ختیځ کی د ماین زورورې چاودنې شپږ بهرني پوځیان ووژل ، خو بشپړ تفصیل یې ورنکړ چی دا پیښه چیری رامنځته سوه . خو د( بی بی سي ) نړیواله څانګه د پنټاګن په حواله راپور ورکوی چی هغوی شپږ واړه امریکایان وو . رویټر آژانس بیا د طالبانو په حواله خبر ورکوی چی پیښه په لوګر ولایت کی رامنځته سوه .
په دې سره د جولای په ۸ ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۱۴ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024