کور / شعر / ښځه

ښځه

په خوږ وطن مینې دي افغانانې ښځې


د ننګ غیرت لپاره تل دي روانې ښځې


د خپلو وروڼو سره کوي خدمت د وطن


د علم او پوهې کار کې دي نکته دانې ښځې


= = = = = =  = = = = =


د رب د لوري لویه عطا ده ښځه


د ژوندانه د پاره لویه رڼا ده ښځه


خوږه خوږه ټوله مینه مینه


یو لوی نعمت لویه وفا ده ښځه


= = = = = = = = = = = =


ښځه په ژوند کې ده خوږه ملګرې


ده وفاداره او ښایسته ملګرې


ډېوه د کور او مینه مینه ده


راشه چې یې وکړو ننداره ملګرې 







پروین اشرفی ستانكزۍ، د كابل ټلويزون تكړه ويانده، چې څه موده وړاندې يې له نړۍ سترګې پټې كړې