کور / راپور / هند: له عثمانیه پوهنتون څخه په لسګونو افغان محصلین فارغ شول

هند: له عثمانیه پوهنتون څخه په لسګونو افغان محصلین فارغ شول

د هند د اندراپردیش ایالت په عثمانیه پوهنتون کې سږکال شاوخوا شپیته(۶۰) تنو افغان محصلینو خپلي لوړي زدکړي بشپړی کړې.
دوی چي د تجارت ، ټولنپوهنې ، انجینرۍ، کمپیوټرساینس، حقوقو او سیاسي علومو محصلین دي تیره ورځ یي دفراغت مراسم دیوي غونډي په ترڅ کي چي په حیدراباد کي دبهرنیو محصلینو په نوښت جوړه شوي وه ونمانځل .




 په دغه غونډه کي د پوهنتون د بهرنیو اړیکو ریس (وینوګوپال راو) ، د بهرنیو محصلینو اداري رئیس پروفیسور لکشمایا اونورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود ، دوی محصلینو ته لومړی د فراغت  مبارکی وویله اوددې ترڅنګ یې دي ته وهڅول چی د خپلو هیوادونو ترمینځ ښې او دوستانه اړیکی ټینګې کړي .




د یاد ولو وړده چی په عثمانیه پوهنتون کي اوسمهال د اته اویا (78 )هیوادونو محصلین زدکړي کوي او د بهرنیو محصلینو د شتون په حساب دهیواد په کچه دوهم لوی پوهنتون ګڼل کیږي .
افغان محصلین ډیر خوښ دي او دخپلو زدکړو د لا لوړتیا لپاره د افغان دولت نه د ماسټری او دوکتورا بورسونو دبرابرولو غوښتنه کوي .