کور / تازه خبرونه / کندهار: پرونيو ځانمرګو د يوې کورنۍ درې کوچنيان مړه کړل

کندهار: پرونيو ځانمرګو د يوې کورنۍ درې کوچنيان مړه کړل

د کندهار په هغو ځانمرګې حمله کي چي د ښار د فقيربابا په سيمه کي وسوه، له امله يې د يوې کورنۍ درې کوچنيان مړه سوي دي.
دغه کوچنيان چي دوه وروڼه او يوه يې خور ده، له عکسونو څخه يې معلومېږي چي له اتو څخه تر دوولسو کلونو پوري عمرونه لري.
د کندهار چارواکي وايي په دې پېښه کي شپږ نور کوچنيان ټپيان سوي هم ول.
په کندهار کي پرون پر امنيه قومنداني هم ډله ايزه حمله سوې وه، چي د چارواکو په وينا ١٤ حمله کوونکي ووژل سول او درو پوليسو هم ژوند له لاسه ورکړى او ١٨ پوليس ټپيان سوي دي.
طالبانو د دغو حملو مسئوليت پر غاړه اخيستى وو او وايي ګڼ شمېر پوليس يې وژلي دي، خو د يادو سويو کوچنيانو په باب چي ملکي کسان دي هيڅ يې هم نه دي ويلي.