هلمند: وسلوال طالبانو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړئ

د لراوبر اداره | اپریل 13th, 2008


دهلمند دكرشك ولسوالي كي  وسلوالو طالبانو  دپوليسو پر يوه امينتي پوستي بريد كړي چي دبريد په پايله كي يي نهه تنه پوليسو ته مرګ ژوبله اړولي ده


ددغه ولايت په سنګين كي هم دناټو ځواكونو په وينا دري تنه بم جوړونكي نيول سوي چي يو تن پكي بهرني دي ددغه ولايت دناوي په ولسوالي دپنځه تنو قومي مړي مندل سوي دي


دغه جګړه دهلمند دګرشك په ولسوالي كي ديكشنبه په شپه دنهو بجوپرمهال رامنځ ته سوي ده


چي نهو تنو پوليسوته ته پكي مرګژوبله اوښتي ده


دغه خبره ددغه ولسوالي امينه قومندان خير محمد شجاع وكړه قومندان زياته كړه دغه بريد وسلوالو طالبانو دتاجكانو دسيمي پرامينتي پوستي كړي دي چي په پايله كي څلور تنه پوليس  وژلي اوپنځه تنه پوليس ټپيان سوي دي خوده طالبانوته داوښتي زيان په اړه څه ونه ويل ولي هاخوا وسلوال طالبانودپيښي پړه پرخپله غاړه و خيستله په سيمه كي دوسلوالو طالبانو يو سيميز قومندان ملاعزت الله دتيلفون پركرښه وويل چي دپوليسو په پوسته كي ټول نهه تنه پوليس وژل سوي دي 



ديو بل خبر له مخي ددغه ولايت دسنګين په ولسوالي كي دري تنه بم جوړونكي نيول سوي دي دغه خبره په هلمند كي دميشتو برتانوي ځواكونو وياند سايمن ميلر وكړه  ميلرزياتوي چي دغه كسان دميلي اوردو سرتيرو دخپلو عملياتو پرمهال نيولي چي په نيول سو كسانو كي يو تن بهرني وو خوميلر دهغه هويت په ډاګه نكي


خو ده وويل چه نيول سوي كسان دامهال ترپوښتونو او ګروږنو لاندي دي


همدارنګه ددغه ولايت دناوي په ولسوال كي دشوشورك په سيمه كي څوروځي وړاندي پنځه تنه قومي ومشران ژول سوي دوژل سوو يو خپل ددتليفون پركرښه وويل دغه قومي مشران پنځه ورځ وړاندي دنامعلومو وسلوالو لخوا وژل سوي تروژل كيدو ورسته يوي ژوري څاه اچول سوي وو چي دامهال يي مړي مندل سول  چخو دوژل سو كسانو پړه كومي ډلي ټپلي په خپله غاړه نده اخيستي

Copyright Larawbar 2007-2024